کور / سپورټي / په ننګرهار کي د ايليټ کپ سيالي پيل سوي

په ننګرهار کي د ايليټ کپ سيالي پيل سوي

د ايليټ کپ ۵۰ اوريزې سيالي د ننګرهار ولايت په دوو لوبغالو بهسودو او مارکوكي پيل سوي. د بهسودو په لوبغالي كي دبغلان او کندهار لوبډلو لوبه وکړه، پچه (ټاس) د کندهار لوبډلي وګټله خو د توپوهني بلنه يې بغلان ته ورکړه، د نوموړي لوبډلي اوپنران جمعه ګل او شوکت اکاخېل ول، جمعه ګل ۳۹ منډي جوړي او وسوځېد او شوکت اکاخېل ۱۳۹ منډي جوړي کړې. نوموړي ۱۶ څلوريزي او ۴ شپږيزي ووهلې، د بغلان په لوبډله كي ټولي ۳۱ څلوريزي ووهل سوې. دغي لوبډلي په۴۹،۱ اورو كي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره مقابلي لوبډلي ته ۳۱۵ منډي هدف وټاکه.
ورپسې چي د کندهار ولايت لوبډلي توپوهنه پېل کړه،د دوى لوبپيلي ( اوپنران) نسيم او رفيع الله ول. نسيم د دوو څلوريزو په شمول ۱۸ منډي وکړې،رفيع الله د يوې څلوريزي په ګډون ۵ منډي جوړي کړې او وسوځېد،همداشان نظارت په ۳۰ منډو وسوځېد. په دې لوبډله كي رحيم الله په صفر وسوځېد. په نوموړې لوبډله كي ترټولو ښه توپوهنه دلاور وکړه، ۷۲ منډي يې جوړي کړې او تر آخره پوري و نه سوځېد. که څه هم د کندهار لوبغاړي په توپوهنه كي ښه ونه ځلېدل، خو د دوى توپ اچونکي( بالر) تواب احمدي ښه بالينګ وکړ او د مقابلي لوبډلي ۴ لوبغاړي يې وسوځول. کندهار د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره په ۴، ۴۸ اورو كي ۲۸۹ منډي وکړې، خو لوبه يې په ۲۸ منډو بغلان ته وبايلله.
په دې لوبه كي د لوبي غوره لوبغاړى (مين آف د ميچ) شوکت اکاخېل ونومول سو.
د مارکو په لوبغالي كي د سوي لوبي په اړه:
په مارکو لوبغالي كي چي د همدغي سيالۍ د بي ګروپ لوبه روانه وه. لومړۍ لوبه د لغمان او پکتيا ولايت د لوبډولو ترمنځ وسوه، په دوى كي ټاس(پچه) د پکتيا لوبډلي کپتان وګټله، خو د منډو جوړولو بلنه يې د لغمان لوبډلي ته ورکړه. لغمان په ټولو پنځوسو اورونو كي د ۹ لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۵۹ منډي وکړې او ۲۶۰ منډي يې مقابلي لوبډلي ته هدف وټاکه.
خو کله چي د پکتيا لوبډلي توپوهنه پېل کړه دوى په ۴۵ اورونو كي د ټولو لوبغاړو په سوځېدو سره ۲۱۴ منډي جوړي کړې او دا لوبه په ۴۵ منډو باندي د لغمان لوبډلي وګټله. په دې لوبه كي د لوبي غوره لوبغاړي مجتبى ونومول سو.
د دغي سيالۍ په اړه دافغانستان د کرکټ بورډ اجراييوي مشر نسيم الله دانش خوښي څرګنده کړه، هغه وويل چي د وياړ ځاى دئ چي د تيرو لوبو په پرتله په دې لوبو كي د لوبغاړو لوبي ( توپوهنه، توپ اچونه) ښه سوې او هم ځينو لوبغاړو پكښي سليزي هم جوړي کړي، ښاعلي دانش يو ځل بيا ننګرهار ميشتو نه د زړه د کومي مننه وکړه چي په تېر او اوس مهال يې له لوبغاړو سره هر ډول همکاري کړې ده.
ښاعلي دانش هيله وښوده چي د ورته لوبو د ترسره کولو له امله به په افغانستان كي کرکټ نوره هم وده وکړي او افغانستان به په راتلونکي كي د کرکټ ښه لوبغاړي او ښې لوبډلې ولري