کور / هراړخیز / د جنډې پورته کولو تاريخي ريښې؟

د جنډې پورته کولو تاريخي ريښې؟


څو کاله مخکي د انگلستان يوه تلويزوني کانال د مغولو د ژوندانه، کولتور او تاريخ په اړه يواوږد مستند فيلم خپورکړ. د دې اوږده مستند فيلم په يوه برخه کي يې داسي صحنه وښوول، چي د کال په لومړۍ ورځ ( نوروز) يې زموږ افغانانو د جنډې پورته کولو له مراسمو سره بشپړ ورته والی درلود . د ليري پرتو مغلو د جنډې پورته کولو ددې مراسمو په لېدو سره ماته د افغانستان په مزار شريف کي د« نوروز» د جنډې پورته کولو د مراسمو په باره کي ځيني پوښتني پيدا سوې، چي دلته يې د علمي څېړني او شنني په مقصد د هيواد د فاضلو مؤرخانو او محققانو مخ ته ږدم . اما مخکي تر دې چي د جنډې پورته کولو د دود او رواج د ريښې، تاريخي بدلونو او دیني ارزښتو په باب خپلي پوښتني وړاندي کړم، ضروري گڼم چي د مسألې د ښې شنني او سپړني له پاره يو ځل په چټکۍ سره د دې لرغوني هيواد په اړه د ځينو تاريخي او جغرافيايی آثارو پاڼي واړم؛ او د هغو په رڼا کي دا حقيقت څرګند کړم، چي د بيرغونو يا جنډو ځړولو دود کله، چيري او څنګه پيدا سو؟ موږ ته تر را رسېدو پوري يې څه بدلونونه او پړاونه وليده؟



د لوی استاد – ارواښاد علامه عبدالحي حبيبي ( ۱۲۸۹ش/ ۱۹۱۰ع – ۱۳۶۳ ش/ ۱۹۸۴ع) د څېړنو له مخي،  څلور زره کاله دمخه کله چي آريايان تر آمو سيند را واوښته، نو يې د بخدي په هوارو او ارتو ورشوگانوکي واړول؛ او د خپل لومړني پاچا- د ويونگهوت، ويونگهان يا ويونجهان د زوی يمه/ يما (جم) په مشرۍ يې په بلخ کي يو متمدن ښار جوړ کړ. په همدې وختو کي خلگو د مزده يسنه = مزديسنا ( د خدای ستايني) په نامه يو دين جوړ کړ، چي ځانگړي عقايد، قوانين او لارښووني يې لرلې . د دې دين مؤسس زره ثوشتره ( زردشت، سپينمه يا سپينتمان) ؤ (حبيبی، تاريخ مختصرافغانستان ۱۱- ۱۲) .


لوی استاد د همدې اثر په يوه بله برخه کي د بلخ يا بخدي په « واره » کي د نوي ښار او مدنيت څرنگوالی داسي بيان کړی دئ : « د اوستايي مدنيت په دوره کي، چي له ۱۲۰۰ ق م څخه پیل کيږي، په بخدي کي لومړنی پاچهي نظام جوړ سو. اوستا وایي : يمه/ يما د اهوره مزده په  امر يوه « واره» جوړه کړه، چي اوږدوالی او پلن والی يې د يوه اسپريس ( د آس ځغلولو ډگر يا ميدان) په اندازه ؤ؛ او په هغه کي يې د پسو، غواوو، سپو، مرغانو او داسي نورو حیواناتو نمونې خوندي کړې . د اوبو ځای يې هم د يوې هاترې (ميل) په ګچه وکينه . په « واره» کي يې په خاص ترتيب سره بازارونه، کوڅې او خونهونه جوړ کړه؛ مګر په دغه ښار کي يې ناجوړو، درواغجنو، بدخويه، پېسو او لېونو ته ځای ور نه کړ. په دې ډول، د آريايي مدنيت لومړنی ښار د بخدي په « واره» کي جوړ سو؛ او دا اوستايي « واره » هغه کليمه ده، چي په سنسکريت کي « وهاره» سوې ده؛ او په دري کي په « بهار» اوښتې ده، چي د بلخ نوبهار يې تر لومړنۍ اسلامي پېړۍ پوري پر ځای ودان ؤ. »( حبيبی، تاريخ مختصر افغانستان ۱۵) .


لوی استاد په « نوبهار» او « واره» نومو مقالو کي کاږي، چي دغه « وهار» په پيل کي يوه واره باره يا کوچنی کوټ ؤ، وروسته د زردشتی دين مرکز سو؛ او د زردشت زوی (اوروتت نده) يې متولي ؤ. وروسته په بېلابېلو ژبو کي د دغو ټکو اتيمولوژيکي شنني او شکلي بدلونو ته داسي اشاره کوي : « واره، وهار، بهار له يوې ريښې څخه دي، مطلب يې لومړۍ پلا يو کوټگی يا کلاچه وه، وروسته معبد سو، او دا ريښه زموږ د اکثرو ښارو او ځايونو په نومو کي ليدله کيږي؛ لکه ننگرهار، کندهار، چپرهار او همدغه آريايي کلمه ده، چي په هندي کي « هور» ځني جوړ سو؛ لکه په لاهور او بمبور کي.» (حبيبي، « نوبهار» ؛ حبيبي، « واره ») .


  لوی استاد د دې نامتو معبد تاريخي بدلونو ته د کتني په ترڅ کي کاږي : «کله چي بودايي دين دې خاوري ته لاره وموندله، د اورپرستۍ دغه زردشتي معبد په بودايي بودتون ( بتکده) واوښت، نو بودايانو د«نوويهاره » په نامه ياد کړ. ورپسې دا ټکی د زمانې په تېرېدو سره په « نوبهار» واوښت . د لوی استاد له ژورو او مستندو تاريخي څېړنو سره سم يوازي د بلخ زردشتي –  بودايي معبد په دې نامه نه يادېده، بلکي ټول هغه معابد هم د « نوبهار» په نامه يادېده، چي بودايانو په خراسان او سند کي د کوشانيانو د لوی پاچا د واکمنۍ تر سیوري لاندي جوړکړي وه؛ مثلاً په پينځه نيوي ( ۹۵) هـ ق کي د سِند په پايتخت اورور( روهري) کي د« نوبهار» په نامه يوه بتخانه وه، چي په « چچ نامه» کي يې يادونه سوې ده. په سمرقند کي هم يو« نوبهار» ؤ، چی ددغه ښار يوه دروازه يې په نامه مشهوره وه . » ( حبيبي،« نوبهار» ).


په دې ډول گورو، چي د «نوبهار» نوم د هغه ښايست، پرتم او شهرت ته پام سره، د تبرُک او تيمن په بڼه د نورو ځايونو پر معابدو هم ايښوول کېده .


د ليکني په دې برخه کي د بلخ د « نوبهار» د تاريخي معبد د بېلابېلو اړخونو په باره کي د نړۍ د ځينو مؤرخينو، جغرافيا ليکوونکو او سياحانو د نظريو لنډيز وړاندي کوو، چي په دې توگه له يوې خوا د درنو لوستونکو ذهنونه روښانه کړي؛ او له بلي خوا  د طرحه سوو موضوعاتو په اړه د يوې معقولي او علمي نتيجې په تر لاسه کولو کي مرسته وکي .


د چين زاير هيون تسنگ چي د شپږ سوه دېرش (۶۳۰)عيسوي کال د اپرېل پر شلمه (۲۰) يا نهم (۹) هجري قمري کال په بلخ کي ؤ، وايي چي د دې ځای « نوه ويهار» د بودايي دين لوی معبد دئ . د هیون تسنگ د وينا له مخي د بلخ په « نواسنگهارامه » کي، چي وروسته د« نوويهار» او « نوبهار» په نومونو يادېده، د بودا بت او د هغه د ايښوولو خونه په دونه قيمتي غميیو ښکلی سوي وه، چي د يفتلي پاچا زوی-  شاطر خان يې د غلا کولو هوډ وکړ ( سي يو کې لومړی کتاب ۱۰۹؛ حبيبی، تاريخ افغانستان بعد از اسلام۶۶۷) . د هيون تسنگ له وينا سره سم په همدې کال د بلخ په نوبهار کي د بودا يو غاښ، د غسل کولو لگن او جارو پراته وه، چي ټوله په جواهرو ښايسته سوي وه( حبيبي، « نوبهار») .


احمدبن ابي یعقوب بن جعفربن وَهْب بن واضح يعقوبي( د دريمي هجري پېړۍ مشهور مؤرخ او جغرافيا ليکوونکی) په «البلدان» کي د « نوبهار» د ځای ځايگي په اړه داسي کاږي : « . . . نوبهار، چي د برمکيانو خونه دئ، د ښار[بلخ] په يوه کونج يا څنډه کي پروت دئ؛ او د ښار له دولسو بارو څخه د هغه تر مخامخ دروازې پوري يو فرسخ لاره ده.» ( يعقوبي ۶۴؛ بيژند ۲۳۶).


ځيني عرب مؤرخين او جغرافيا ليکوونکي د «نوبهار» د جغرافيايي موقعيت په باره کي يوازي دونه وايي، چي د « نوبهار» معبد په ربض [ حصار، احاطه، څلورديوالي ] کي پروت ؤ. د «بلخ آب »  سيند يې له دروازې سره تېرېده؛ او لکه څنگه چي محمود بن امير ولي بخاري په اوولسمه عيسوي پېړۍ کي کښلي  دي، د« نوبهار» دروازه د ښاره په جنوبي برخه کي وه، چي په هغه وخت کي يې د خواجه سلطان دروازه بلله ( بارتولد، جغرافيای تاريخی ۵۹ بحوالت بحر الاسرار فی مناقب الاحرار محمود بخاری (خطی)؛ حبيبی، تاريخ افغانستان بعد از اسلام ۶۶۶ ).


نامتو روسی څېړونکی او ختيځ پوهاند واسیلي ولادیمیروویچ بارتولد (۱۸۶۹-  ۱۹۳۰ع) په خپله « تاريخی  جغرافيه » کي وايي : « د يوې چيني شرحي پر بنسټ، د نوبهار په معبد کي د بودايي دين څو روحاني کسان ښخ سوي دي . د معبد په شمال کي يې د هډوکو د ساتني له پاره يو ځای جوړه کړې ؤ، چي دوه سوه (۲۰۰) فوټه لوړوالی يې درلود. په سوهيل يا جنوب کي يې بل معبد ؤ.» ( بارتولد۵۹؛ حبيبي، تاريخ افغانستان بعد از اسلام ۶۶۷) .


په «مختصر البلدان » کي د ابن فقيه همداني ( ۲۵۵ – ۳۳۰هـ ق) په وينا د « نوبهار» گومبته د « اشبت » په نامه يادېده، چي د سلو مترو په اندازه يې لوړوالی او پراخوالی درلود؛ او شاوخوا ته يې د متوليانو له پاره درې سوه شپېته (۳۶۰) حجرې لرلې؛ د کابل او چين پاچهان يې ليدو ته ورتله؛ او د هغه غټ بت عبادت به يې کاوه، چي په معبد کي ايښوول سوی ؤ ؛ ځکه چي نوبهار د بت پالوونکو د عبادت ځای ؤ( همدانی ۳۲۳؛ حبيبی، تاريخ افغانستان بعد از اسلام ۶۶۷) .


ابن فقيه همداني يو بل ځای ليکي : « برمکيانو په بلخ کي پر يوه بت خونه جوړه کړه، چي نوبهار يې بولي؛ او د نوي په مانا دئ . عجمو هغي خوني ته درناوی کاوه؛ سوغاتونه او تحفې به يې ور وړې؛ په ورېښمينو ټوکرانو کي به يې پېچله؛ د هغه پر گومبته، چي «اشبت» به يې بلله، بيرغونه ځړول . د خوني پر شاوخوا درې سوه شپېته (۳۶۰) حجرې يا مقصورې جوړي سوې وې، چي د نوبهار خدمتگاران او متوليان به پکښي اوسېده. هر خادم يا متولي به يوه ورځ خدمت کاوه؛ او تر بل کال پوري به بيا خدمت ته نه حاضرېده. د نوبهار لوی متولي يې برمک باله . . . د نوبهار هر متولي ته به يې هم برمک وايه.» (همداني۱۷۲؛ بيژند ۲۳۵) .


نامتو مؤرخ – مسعودي (د ۳۳۰ هـ ق/ ۹۴۱ع په شاوخوا کي) په « مروج الذهب » يا « معادن الجوهر» يا « مسعودي تاريخ » کي کاږي : « د بلخ د نوبهار ودانۍ ډېره ټينگه او پياوړې ده؛ او پر سر يې د سلو گزو په لوړوالي د نيزو په څوکو زرغونه بيرغونه ځړولي دي؛ او شاوخوا دېوالونه يې هم لوړ او پلن دي . » ( مسعودي ۲/ ۱۳۷ ؛ حبيبی، تاريخ افغانستان بعد از اسلام ۶۶۷) .


لکه څنګه چي ګورو د بلخ د « نوبهار» ودانيیو يوه لويه گومبته لرله، چي عربو ليکوالود « استن »، « است » او « اسبت » په بېلابېلو نومونو ياده کړې ده. ياقوت حموي په «معجم البلدان » کي هغه د « استن » په نامه کښلې ده، چي لوړوالی يې تر سلو گزو ډېرؤ؛ او هري خواته يې گردي رواقونه يا سايوانونه لرل؛ او پر شاوخوا يې د خدمتگارانو او متوليانو له پاره درې سوه شپېته (۳۶۰) حجرې جوړي سوې وې؛ لويه گومبته به يې په ورېښمينو ټوکرانو کي پېچله؛ د معبد جنډې به په « ترمذ» کي ليدل کېدې، چي دولس فرسخه[ هر فرسخ تقريباً شپږ کيلو متره] له هغه څخه ليري ؤ( معجم البدان ۵/ ۳۰۷).


لسترنج د « مروج الذهب » په حواله د ختيځ خلافت د هيوادو په تاريخي جغرافيه کي د نوبهار په اړه د نورو مؤرخانو د بيانونو پر راوړلو سربېره، دا خبري هم کاږي : « . . . نوبهار يې د کعبې له خوني سره د سيالۍ له پاره جوړ کړی ؤ؛ دېوالونه يې په قيمتي غمييو ښايسته کړي وه؛ او زريني پردې يې پر ځړولي وې؛ د اورپالني د دغه معبد پر سر يې لويه گومبته جوړه کړې وه؛ پر گومبته يې د ورېښمينو ټوټو بيرغونه يا جنډې ځړولي وې، چي د باد او سېليیو پر مهال به له باور نه کېدونکي واټن څخه دوري هوري رپېده؛ يو لوی بت او څو نور بتان پکښي ايښوول سوي وه؛ او له کابل، هند او چين څخه به يې ډېر خلگ زيارت ته ورتله؛ وروسته تر دې، چي بتانو ته به يې سجده وکړه، د لوی متولي – برمک لاس به يې مچاوه. د نوبهار شاوخوا مځکي اووه په اووه فرسخه کي دې اورپالونکي معبد( آتشکدې) ته وقف سوي وې؛ د معبد پراخ لگښتونه د مځکو له عايداتو څخه ورکول کېده. » ( بيژند ۲۳۵).


د لسترنج له بيان څخه په څرګنډه ښکاري، چي په « نوبهار» کي د اورپالني او بت پالني دواړو نښي نښانې خوندي وې . د « ملل و نحل» مؤلف – ابی الفتح محمد بن عبدالکريم شهرستاني (۴۷۹- ۵۴۸ هـ ق) هم د« نوبهار» په شان غيراسلامي معابدو د دیني بدلونو په اړه همدې خبري ته د اشارې په ترڅ کي ليکي :« له دغه ډول معابدو څخه ځيني پخوا بتخانې وې، چي وروسته په اورپالوونکو معابدو( آتشکدو) واوښته . د بت پالوونکو تر منځ به ډېري شخړي پېښېدې، نو ځکه به لاس پر لاس اوښته؛ هرڅوک چي به واکمن سو، د نورو معابد به يې د خپل دين او مذهب په معابدو اړول . . . له هغې ډلي څخه يو هم نوبهار دئ، چي منوچهر په بلخ کي جوړ کړ؛او بلخيانو د اسلام تر راتگ وروسته وران کړ. » ( شهرستانی ۴۲۸؛ بيژند ۲۳۷).


د پارسي ژبي نامتو حماسي شاعر – حکيم ابوالقاسم فردوسي طوسی ( ۳۲۹- ۴۱۱ هـ ق) هم په خپل تلپاته اثر« شاهنامه » کي د لسترنج مخکني ټکي ته اشاره کړې ده، چي د بلخ زردشتي پاچهان به« نوبهار» ته د درناوي او تعظيم له پاره ورتله؛ او دې اورپالونکي معبد د هغه وخت زردشتيانو ته د مسلمانانو د کعبې شريفي مقام او منزلت درلود؛ هغه وايي:


چو گشتاسپ را داد لهراسپ تخت


فرود آمد از تخت و بربست رخت


به بلخ گزین شد بدان « نوبهار»


که يزدان پرستان بدان روزگار


مر آن خانه را داشتندی چنان


چو مرکعبه را تازيان اين زمان   (بيژند ۲۳۶؛ حبيبی، تاريخ مختصر افغانستان ۲۲) . 


د حدود العالم من المشرق الی المغرب نامالوم مؤلف هم په بلخ کي د « نوبهار» د معبد يادونه کوي؛ دی وايي : « بلخ لوی او سمسور ښاراو د پاچانو استوگنځی ؤ . په پخوا زمانو کي د پاچهانو ودانۍ پکښې وې، چي خورا عجب نقش و نگار يې لاره، هغو ته يې نوبهار وايه . بلخ د سوداگرو ځای دئ؛ په هغه کي يو لوی سيند يا رود دئ، چي د باميان له شاوخوا څخه راځي؛ او بلخ ته نيژدې پر دولسو برخو وېشل کيږي؛ او ښار ته ننوزي … » ( ستوده ۹۹؛ بيژند ۲۲۹) .


زموږ هراتي مؤرخ او جغرافيا ليکوونکی حافظ آبرو (۷۶۳ – ۸۳۴ هـ ق) هم د ځينو نورو مؤرخينو او جغرافيانگارانو په تأيید وايي : « منوچهر په بلخ کي يو خونه جوړه کړې وه، چي نوبهار يې باله؛ او تر ټولو بتخانو لويه وه؛ ډېر درناوی يې کېده؛ د دې خوني تاداو يې سل په سل کي ايښی ؤ؛ خو لوړوالی يې تر سلو گزو زيات ؤ.» ( بيژند ۲۳۶).


سلطان محمد مفتي بلخي ( د ۹۷۰هـ ق په شاوخوا کي ) په « مجمع الغرايب » کي ليکي: د بلخ له عجايبو څخه يوه دا وه، چي د برمکيانو کور نۍ د بلخ په چپاخان کي يو خونه جوړه کړې وه، چي لوی والی يې سل گزه په سل گزه کي او جگوالی يې دوه سوه گزه ؤ؛ او د نړۍ له بېلابېلو سيمو څخه پاچاهان او خلگ د هغه طواف ته راتله. دغه خونه يې د اميرالمؤنين عثمان د خلافت پر مهال ورانه کړه؛ او د چپاخان ځای د بلخ قبلې خواته دئ . »( حبيبی، تاريخ افغانستان بعد از اسلام ۶۶۶ ).


د لوی استاد ارواښاد علامه حبيبي دڅېړنو له مخي د بلخ « نوبهار» د اسلامي دورې ترڅلوېښتم ( ۴۰ هـ ق) يا شپږ سوه شپېتم (۶۶۰ع) کال پوري لا هغسي ودان ؤ . تر دغه کال وروسته د حضرت معاويه بن ابوسفيان د واکمنۍ پر مهال عربي –  فاتح قيسل بن هيثم سلمی، بلخ ونيو او دا معبد يې و نړاوه؛ او همداسي متروک پاته سو( حبيبي، « نوبهار»؛ حبيبي، تاريخ مختصر افغانستان ۹۲).


معظم استاد – علامه حبيبي، تر نړېدو وروسته د« نوبهار» د وروستيیو پرمختياوو په اړه داسي کاږي : «په يو سلو اته اويا( ۱۷۸) هـجري کال چي فضل د يحيا برمکي زوی د خراسان والي سو، ده غوښتل چي ددغه معبد خرابې وراني کي او پرځای يې ماجت جوړ کي، مگر دا ودانۍ داسي ټینگي وې، چي نړول يې گران ؤ، نو ده يې يوه گوښه ورانه کړه، او پرځای يې اسلامي ماجت جوړ کئ . دا ماجت چنگېز و نړواوه؛ مگر وروسته بيرته مسلمانانو ودان کئ، لکه چي د ابن بطوطه تر وخته لا هم د اسلامي نړۍ يو لوی او پرتمين ماجت ؤ.»


لکه څنگه چي مخکي هم څو ځايه يادونه وسوه د بلخ د برمکيانو مشهوره کورنۍ تر اسلام دمخه لا د « نوبهار» د معبد متوليان وه . همدا کورنۍ د عباسيانو د خلاف پر مهال د وزارت مقام ته ورسېده . د جعفر برمکي تر مړيني وروسته، «نوبهار» پرمخ وران سو.


يو  عرب شاعر دې موضوع ته داسي اشاره کوي :


اوحش النوبهار من بعد جعفر


و لقد کان بالبرامک يعمر   


ياني هغه «نوبهار» چي د برمکيانو پر مهال ودان ؤ، د جعفر تر مړيني وروسته وران او برباد سو.     


(حبيبي، «نوبهار») 


لوی استاد د پټي خزانې په تعليقاتو اوهغه علمي – تحقيقي مقاله کي، چي د« بيرق در افغانستان » په نامه يې ليکلې ده، زموږ په تاريخي ټاټوبي کي د بيرغو ځړولو دود ته داسي اشاره کوي : « اوستا (تر مېلاد لږوډېر زر کاله مخکي) بلخ د لوړو بيرغونو ښار بولي . دا لوړ بيرغونه د شپږ سوه هجري قمري په شاوخوا کي د ياقوت حموي تر وخته له دولسو (۱۲) فرسخو څخه په ترمذ کي ښکارېده؛ اوهمدا بيرغونه تراوسه د حضرت سخي (رض) په مزار کي پاته دي ، چي د نوروز په ورځ په پرتمينو مراسمو سره پورته کيږي؛ او خلگ د افغانستان له گوټ گوټ څخه هلته د گډون له پاره ورځي.»( حبيبی، « تعليقات،» پټه خزانه ۲۴۱؛ حبيبی، « بيرق درافغانستان »).  


ارواښاد علامه حبيبي د نامتو مؤرخ او جغرافيا ليکوونکي – ياقوت حمومي الرومي البغدادي ( په ۵۷۴ هـ ق کي زوکړی) د « معجم البلدان » د بيان په اړه داسي تبصر ه کوي :


« ياقوت په دې تړاو ښه شرحه ليکلې ده. دئ وايي د بلخ د « نوبهار» معبد ډېر مشهور او لوی ؤ؛ په ورېښمينو او نورو نفيسو ټوکرانو به يې پوښلئ ؤ. د هغه ځای خلگو عادت لاره، چي نوې جوړه سوې ودانۍ به يې په گلانو پوښل؛ او د پسرلي په موسم کي به يې لومړني گلونه همدې معبد ته وړاندي کول .» (حبيبی، «تعليقات،» پټه خزانه ۲۴۱) . 


په ولسي روايتونو او تاريخونو کي د« نوبهار» د شأن او پرتم کيسې نه يوازي په بلخ، بلکي په نورو هيوادو کي هم پېړۍ پېړۍ ژوندی وې . له همدې کبله د « نوبهار» جلال او جمال د هغه تر ورانېدو څو پېړۍ وروسته په پاړسي ادب کي هم په خورا شدو مد ستايل سوی دئ . د معظم استاد – علامه حبيبي په نظر« نوبهار» اصلاً د حسن او ښايست، مهابت او صلابت سمبول ؤ. دی ليکي : « کله چي شاعر د ښکلا او سمسورتيا انځور کاږي، نو هغه د« نوبهار» په کلمه کي سره نغاړي . دا ځکه چي « نوبهار» د ښکلا او سمسورتيا ځای ؤ.» ( حبيبي، «نوبهار»)


دلته د مثال په توگه د څو پارسي ژبو شاعرانو په کلام کي د « نوبهار» په اړه څو بيتونه را اخلو. د غزنويانو د دربار ملک الشعراء – عنصري بلخي (۳۵۰- ۴۳۱ هـ ق) په دې بيت کي « بهارخانه » او « نوبهار» داسي يادوي :


ترا که کرد بتا! از « بهار خانه » برون


جهان بروی تو بر من چو « نوبهار» که کرد؟


د غزنويانو د دورې وتلئ او منلئ شاعر-  په فرخي سيستاني مشهور – ابوالحسن علی بن جولوغ سيستاني ( په ۴۲۹هـ ق کي مړ) د « نوبهار» د بتانو په ستاينه کي داسي وايي :


مرحبا ای بلخ بامی، همره باد بهار


از در نوشاد رفتی يا ز باغ « نوبهار»


خاصه اکنون کز در بلخ اندرون آمد بهار


بلخ بس خوشست، لیکن بليخانرا باد بلغ


مر مرا با شهرهای گوزگاناست کار


«نوبهار» بلخ را در چشم من حشمت نمايد


تا بهار گوزگانان پيش من بکشود بار


فرخي سيستاني د خپل ديوان په يوه بله برخه کي د« نوبهار» د بتانو او د بلخ د گلابو داسي ستاينه کوي :


سه صد هزار گونه بت است اندر او به پای


هر يک چنان که خيره شود زو بت « بهار»


بدين خرمی جهان، بدين تاز گی «بهار»


بدین روشنی شراب، بدين نيکويی نگار


يکی چون بهشت عدن، يکی هوای دوست


يکی چون گلاب بلخ، يکی چون بت « بهار»


)http://ganjoor.net/farrokhi/divanf/ghasidef/sh32/(بيژند ۲۳۷؛


البته، د غزنوي پېرهمدا پياوړی شاعر- فرخي سيستاني او ځينو نور نامتو شاعران لکه حکيم سنايي غزنوي د کندهاري بتانو په ستاينه کي هم بيتونه لري، چي يادونه يې موضوع بلي خواته بيايي . 


د پينځمي هجري پېړۍ د دوهمي نيمايي شاعر- ابوبکر زين العابدين بن اسماعيل وراق هروي، چي په ارزقی هروي مشهورؤ، د« نوبهار» د صحرا ښايست او د « نوروز » جنډې داسي ستايي:


باد بهار چونکه ازين پس بروز چند


صحرای « نوبهار» نماید چو قندهار


چون بر فراخت عيد علامت بدست شب


نوروز در رسيد و علمهای « نوبهار»


د دري ژبي بل مشهور او نوميالی شاعر- نظامي گنجوي/ گنجه يي (۵۳۵ – ۶۰۷ يا ۶۱۲ هـ ق) د« نوبهار» په ستاينه کي داسي وايي:


« بهار» دل افروز در بلخ بود


کزو سرخ گل را دهان تلخ بود


پری پيکرانی درو چون« بهار»


صنم خانه های چو خرم « بهار» 


په دې ډول ګورو چي د بلخ « نوبهار» لږ و ډېر شل پېړۍ په منځنۍ آسيا کي د بېلابېلو دينونو د ثقافت، ديانت او مدنيت مرکز ؤ .  د چين، هند او منځنۍ آسيا د هونر او صنعت تر ټولو ښکلي او قيمتي آثار په همدې معبد کښي خوندي سوی وه .


 


تر دې ځايه مو د مؤرخانو، جغرافيا ليکوونکو، سياحانو او اديبانو په ارزښتناکو آثارو کي ډېر حقايق وليده، چي هر يو يې پر خپل ځای بېلابېل تاريخي داستانونه بيانوي . هغه حقيقت، چي په دې لنډه ليکنه کي يې غواړو په ټينګار سره يادونه وکړو، يوازي دا خبره ده چي د زردشتيانو سپېڅلي کتاب – اوستا د عيسا (ع) تر زېږېدو شاوخوا زر (۱۰۰۰) کاله مخکي بلخ د لوړو جنډو يا بيرغونو ښار بللئ دئ . د بلخ د« نوبهار» د تاريخي معبد پر ګومبته به داسي زرغونه بيرغونه رپېده، چي تر شاوخوا شپږ سوه (۶۰۰) هجري قمري پوري د نامتو مؤرخ او جغرافيا ليکوونکي – ياقوت حموي په شهادت له « ترمذ» یاني دولسو فرسخو څخه لېدل کېده. لکه څنګه چي تاريخي اسناد او شواهد ښيي، دا جگي جنډې به په اوستا او نورو زردشتي کتابو کي د بلخ  له « نوبهار » سره يو ځای ستايل کېدې . په دې ډول ګورو، چي د « نوبهار» پر ګومبته د جګو بيرغونو ځړول، واقعاً زموږ په لرغونې مېنه کي اوږد تاريخ لري . سره له دې هم دا حقيقت پوره نه ښکاري، چي دا ورېښمني جنډې يا بيرغونه د ديني عقايدو له مخي وه، که د غمييو او جواهرو په څېر يوازي د« نوبهار» د ښکلا او ښايست له پاره ؟  يا ښايي له يوې خوا د ښکلا او ښايست اوله بلي خوا د تبرُک او تيمن په مقصد؟ تر دې خبري چي تېر سو،  د مالومو آثارو له مخي د دې خبري څرک هم نه ښکاري، چي د بلخ د « نوبهار» جنډې د اوسني دود په څېر  يوازي د« نوروز» په ورځ پورته کېدې،که بې « نوروزه » تل تر تله ځړېدلي ساتل کېدې؟  دا دوې خبري په مانا کي ډېر توپير لري؛ ځکه د بيرغونو ځړول کېدای سي عامه بڼه ولري؛ لکه د اختر، جشن، ورزشي لوبو، ملي ورځو او داسي نورو خوښييو په خاطر د بيرغونو ځړول، چي په حقيقت کي د هيڅ زماني او مکاني قيدتابع نه دي؛ په داسي حال کي چي جنډه پورته کول د خاصو زماني او مکاني شرايطو تابع دي . په بله ژبه، جنډه د يوه ځانګړي ديني اوکولتوري دود په شان يوازي پر ټاکلي وخت (نوروز) او ټاکلي ځای کي پورته کيږي .


 


د غزنويانو د دورې نوميالی مؤرخ –  عبدالحی گرديزی (د څلور سوه دو څلوېښت او څلورسوه درو څلوېښت ” ۴۴۲- ۴۴۳” هجري قمري په شاوخوا کي) په خپل ارزښتناک تاريخ ( زين الاخبار) کي د « نوروز» د ځينو ځانګړتياوو په بيانولو سره د جنډې پورته کولو دود او دستور ته هيڅ اشاره نه کوي . دی  زموږ د آريايي پلرونو او نيکونو په ژوند کي د بېلابېلو مهمو ورځو د تشريح کولو په لړ کي داسي کاږي :


« دې ورځي ته ځکه نوروز وايي، چي د کال پيل دئ؛ شپه و ورځ سره برابريږي ؛ سيوری تر دېوالو تېريږي؛ لمر تر کړکييو را لوېږي . د مغانو[ زردشتيانو] په پاچهۍ کي د دوی دود او رسم داسي ؤ، چي  په دې ورځ به يې ماليات پيل کول . عجميان وايي : په دې ورځ جمشيد پر ګيلګي يا خوسکي کښېناست؛ او جنوب خواته د دېوانو/ دېبانو او تورانو جګړې ته ولاړ؛ له هغوی سره يې جنګ وکړ؛ او ټول يې مات کړه.» (ګردیزی ۵۱۸ ) .


دا چي عبدالحی ګردېزی په « نوروز» کي د جنډې پورته کولو خبري ته اشاره نه کوي، مانا يې داده، چي ښايی دا جال او دستور د لرغونو آريايانو په زمانه کي نه ؤ. 


د مؤرخانو او جغرافيانګارانو له بيانونو او روايتونوڅخه په ډاګه ښکاري، چي د « نوبهار» پر ګومبته د زرغونو ورېښمينو بيرغونو ځړول د اسلام تر پيدايښت ډېر زوړ او پخوانی دود دئ . که د« نوبهار» پر لويه ګومبته د زرغونو ورېښمينو جنډو ځړول اصلاً زردشتي دود او دستور ؤ، چي په بودايي او اسلامي دورو کي هم پاته ؤ، بيا نوپوښتنه دا ده چي دا دود او بايده ولي د زردشتي دين په نورو معابدو کي نه ليدل کيږي؟ زردشتي دين خو تر اوسه د ايران په ځينو سيمو کي رواج دئ؛ مګر موږ هيڅکله د ايران په زردشتي معبدونوکي د جنډې پورته کولو جال نه وينو.  د دې خبري مانا دا ده، چي په اوسنۍ افغاني بڼه جنډه پورته کول اصلاً آريايي رسم نه دئ . 


ماته دا خبره يو څه له امکانه ليري ښکاري، چي د بلخ د « نوبهار» دود او بايده دي د زردشتي او بودايي دين نورو سيمو ته هيڅ لاره او نفوذ نه وي موندلی؛ ځکه د مؤرخانو په شواهدو او اسنادو کي مو وليده، چي خلګو د تبرک او تيمن له پاره په سند او سمرقند کي هم خپل معابد د « نوبهار» په نامه يادول . په « مروج الذهب »يا « « معادن الجوهر» يا « مسعودي تاريخ » کي مو د نامتو عرب مؤرخ –  أبو الحسن علي بن الحسين بن علي المسعودي (۲۸۳هـ ق/ ۸۹۶ع – ۳۴۶  هـ ق/ ۹۵۷ع) له هغه بيانه څخه چي لسترنج په خپل اثر( د شرقي خلافت تاريخي جغرافيه)کي اخيستی دئ، دا وليده چي آريايانو د بلخ « نوبهار» ته د مسلمانانو د کعبې په شان درناوی کاوه . پر مسعودي سربېره د حکيم فردوسي په شاهنامه کي هم دې خبري ته په روښانه ټکو اشاره سوې ده. دې واقعيتو ته په پام سره نو د دې پوښتني وړاندي کول بې ځايه نه برېښي، چي نورو زردشتي معابدو ولي د « نوبهار» د جنډې پورته کولو جال نه پاله؟ 


دا خبره هم له ورايه څرګنده ده، چي د جنډو پورته کولو دود اسلامي ريښه نه لري؛ او باید يې هم ونه لري؛ ځکه چي نه يې په اسلامي اصولو کي يادونه سوې ده؛ او نه يې هم چا په نورو اسلامي هيوادو(څه سُني، څه شيعه او څه نورو) کي څه نښه نښانه ليدلې ده. البته د دې خبري مانا دا نه ده، چي څوک دي په باميان کي د بودا د مجسمو په څېر دا تاريخي دود په ګوليیو يا متحجرو اداري فرمانونو سره له منځه يوسي .  د يوه څېړونکي او پلټونکي په توګه زما مسووليت او رسالت يوازي د حقايقو شننه او سپړنه ده . 


بله خبره دا ده، چي « نوبهار» معبد خو په څلوېښتم ( ۴۰) هجري قمري يا شپږ سوه و شپېتم (۶۶۰ع) کال د حضرت معاويه بن ابوسفيان د واکمنۍ پر مهال د عرب فاتح – قيسل بن هيثم سلمی له خوا و نړول سو. وروسته بياپه يو سلو اته اويا( ۱۷۸) هـجري کال د خراسان والي –  د يحيا برمکي زوی –  فضل د « نوبهار» د کنډوالو په يوه برخه کي ماجت جوړ کړ، چي وروسته د چنګېز له خوا وران سو. د تاريخي اسنادو له مخي پوهېږو، چي تموچن چنګېزخان ( په ۵۴۹ هـ ق/ ۱۱۵۴ع کي زوکړی) د ۶۱۷ هـ ق/ ۱۲۲۰يا۶۱۸ هـ ق/ ۱۲۲۱ع کال په شاوخوا کي پر بلخ بريد وکړ( حبيبی، تاريخ مختصر افغانستان ۲؛ غبار ۲۰۸). البته مسلمانانو د چنګېزيانو تر خونړي تاړاک وروسته بيرته هغه ماجت ودان کړ، چي د مراکش د نامتو سياح – ابن بطوطه ( ۱۳۰۴- ۱۳۷۸ ع) تر وخته لا په پوره برم او شان سره ولاړ ؤ. البته، مخکي مو دې خبري ته لنډه اشاره وکړه، چي تاريخي سندونه په « نوبهار» يا بل زردشتي معبدکي د جنډې پورته کولو رسم ته ګوته نه نيسي . په داسي شرايطو او حالاتو کي نو تر ټولو مهمه او اساسي پوښتنه دا ده، چي په بلخ کي د جنډې پورته کولو دود او دستور له کومه را پيدا سو؟ آيا د بلخ بومي اوسېدونکو دا رسم له چنګېزي لښکرو يا د هغو له پاته سوو کسانو څخه واخيست که څنګه؟  آيا دا خبره چي ليري مېشت مغولي ولسونه اوس هم زموږ افغانانو په څېرد کال په پيل کي جنډې پورته کوي، له هغوی سره زموږ د ځينو تاريخي پېښو د يو ځای والي يا اشتراک، ښکارندوی نه ده؟


 


بله پوښتنه دا ده، چي د جنډې پورته کولو دود او دستور څنګه تر دونه زماني پړاونو او مکاني بدلونو وروسته په خواجه خيران يا اوسني مزار شريف کي د حضرت علي کرم الله وجهه پر مزار بيرته را ژوندی سو؟


د دې پوښتني د جواب له پاره بې ګټي نه ده، چي د ميرخوند له خولې د لسترنج بيان تر نظر تېر کوو.


لسترنج د هرات د تيموري دورې د مؤرخ – ميرخوند (۱۴۳۳- ۱۴۹۸ع) د مشهور اثر« روضة الصفاء » په استناد د حضرت علي کرم الله وجهه قبر موندني ته د اشارې په ترڅ ليکلي دي : کله چي معین السلطنه اوخلافه ميرزا بايقرا په اته سوه پينځه نيوي (۸۹۵ هـ ق) کي د بلخ په قبة الاسلام کي د ايالت بيرغ لوړ کړئ ؤ، د بايزيد بسطامي له اولادو څخه شمس الدين نومی سړي بلخ ته ورغی؛ او يو کتاب يې ورته وړاندي کړ، چي د سلطان سنجر په زمانه کي ليکل سوی ؤ. په دې کتاب کي ليکلي وه، چي د اولياوو د پاچا – علي بن ابي طالب قبر د خواجه خيران د کلي په پلاني ځای کي دئ . ميرزا بايقرا سيدان، مَخَوَر او قاضيان ور ټول کړه؛ او هغه کلي ته ولاړه، چي له بلخ څخه درې فرسخه[هرفرسخ یا فرسنګ تقريباً شپږ کيلو متره] ليري پروت ؤ. په هغه ځای کي يې يوه گومبته وليده، چي په منځ کي يې يو قبرؤ. ويې ويل، چي قبر وکينئ. تر کيندني وروسته، د سپيني ډبري يوه شنخته پيدا سوه، چي پر کښل سوي وه : دا د رسول الله د ورور- اسدالله – علی [ ولی ] الله قبر دئ . د دې ليکني په ليدو سره ټولو بې اختياره پر هغه سپېڅلې خاوره سجده وکړه. ميرزا بايقرا د سلطنت مرکز هرات ته ایلچي ولېږه . وروسته منصور خاقان هورې ورغی؛ پر قبريې ډېره لوړه گومبته او شاوخوا ته يې سايوانونه او خوني جوړي کړې؛ او په دې توگه خواجه خيران [ اوسنی مزار شريف ] د ودانييو او کرني د ډېروالي له کبله د مصر صفت وموند؛ او په لږ وخت کي دونه خلګ پکښي مېشت سوه، چي بيان یې په ويلو او ليکلو کي نه ځاييږي . » ( لسترنج ۴۴۸- ۴۹؛ بيژند ۲۳۳- ۳۴ ) .


دا چي څوک په خواجه خيران يا اوسني مزار شريف کي د حضرت علي کرم الله وجهه  د مزار موندني تاريخي پېښه مني يا هغې ته د شک او ابهام په سترګه ګوري، زموږ د څېړني او پلټني موضوع نه ده. هغه څه چي موږ ته په دې لیکنه کي ارزښت لري، د دې ټکي روښانه کول دي، چي د جنډې پورته کولو دود څنګه سلګونه کاله وروسته، له « نوبهار» څخه شاوخوا درې فرسخه ليري په خواجه خيران کي د حضرت (رض) پر مزار بيرته را ژوندی سو؟  زه ګومان نه کوم، چي مؤرخانو دي په خواجه خيران کي د حضرت علي کرم الله وجهه تر مزار موندني مخکي يا وروسته د جنډې پورته کولو دود ته اشاره کړ ې وي . لوی استاد –  ارواښاد علامه حبيبي د « نوبهار» د ګومبتي ورېښمينو زرغونو بيرغونو د تشريح او بيان په ترڅ کي يادونه کړې ده، چي دا بيرغونه تراوسه د حضرت سخي (رض) په مزار کي پاته دي؛ او د « نوروز» په پرتمينو مراسمو کي پورته کيږي . شک نسته، چي په اوسني مزار شريف کي د سخي د زيارت  بيرغونه سړي ته په بلخ کي د زردشتيانو د « نوبهار» د ګومبتي بيرغونه ور په يادوي . البته  دا خبره له تعقل او منطق بشپړ سمون لري، چي د زردشتيانو پخواني دوداو رواج پښت پر پښت، د مسلمانانو پر لاس ماجتونو او نورو مقدسواسلامي ځايونو ته لاره موندلې وي؛ خو د لرغوني بلخ په « نوبهار » کي د بيرغونو ځړول په اوسني مزار شريف کي د« نوروز» د جنډې پورته کولو له دود سره ډېر توپير لري .که جنډه پورته کول په ريشتيا هم د هماغه لرغونو آريايي بيرغونو يوه  اليشه سوې بڼه وي، بيا نو لږ تر لږه بايد د دې دود او دستور ځيني نښي نښانې په نورو آريايي او زردشتي ټولنو کي هم ژوندی وای . بايد یادونه وکوو، چي د افغانستان په ځينو  سيموکي د دې رسم يو و نيم ژوندي مثالونه او بولګې په حقيقت کي زوړ تاريخ نه لري . داسي ښکاري، چي  ټول په مزار شريف کي د جنډې پورته کولو د وروستي دود په پيروۍ  باب سوي دي . زماد اټکل له مخي ښايی په اوسنۍ بڼه د جنډې پورته کولو دود يا له بهر څخه راغلئ وي، لکه څنګه چي يوه بولګه يې د برتانيې يوې تلوېزوني شبکې په يوه مستند فيلم کي نندارې ته وړاندي کړه؛ اويا هم په دې ورستييو لسيزوکي د هيواد په دننه کي د ځينو مذهبي ډلو نوښت وي . د هيواد  له سترګه ورو مؤرخانو او مدققو څېړونکو څخه هيله کوم، چي په خپلو ارزښتناکو علمي څېړنو او پلټنو سره دا نيمګړې پلټنه سمه اوبشپړه کړي .  


ماخذونه او منبعې


آيتی، عبدالمحمد. تحرير تاريخ وصاف . بنياد فرهنگ ايران، ۱۳۴۶ .


ابن حوقل، ابوالقاسم محمد. صورت الارض . ترجمۀ جعفر شعار. تهران : بنياد فرهنگ ايران، ۱۳۴۹.


ابن فقيه همدانی. مختصر البلدان . ترجمۀ مسعود. تهران : بنياد فرهنگ ايران، ۱۳۴۹.


الحموی، یاقوت، ابوعبدالله . مُعجَم اَلبُلدان . جلداول . بیروت : دار الکتب العلمیة، ۱۹۹۰ .


الشهرستانی، محمد بن عبدالکريم . الملل و النحل . چاپ سوم . بيروت :  دارالمعرفة للطابعة و النشر، ‍۱۹۷۲.


بيژند، فريد. « حواشی و تعليقات.» بر جغرافيای تاريخی افغانستان تأليف ميرغلام محمد غبار. کابل : وزارت اطلاعات و کلتور، ۱۳۶۸.


حافظ آبرو، شهاب الدين عبدالله. جغرافیای ربع خراسان هرات. به کوشش مايل هروی . بنياد فرهنگ ایران : ۱۳۴۹.


حبيبی، عبدالحی . تاريخ افغانستان بعد از اسلام . چاپ سوم . تهران : دنيای کتاب، ۱۳۶۷.


— . « تعليقات .» پټه خزانه . د محمد هوتک تأليف. دوهم چاپ . کابل: د پوهني وزارت،۱۳۳۹.


— . تاريخ مختصرافغانستان . ۲ج . کابل : انجمن تاريخ و ادب، اکاديمی افغانستان، ۱۳۴۹.


— . « بيرق در افغانستان .» علامه حبيبي ډاټ کام . مقالات . تاريخي جغرافيه .


— . « نوبهار.» علامه حبيبي ډاټ کام . مقالات . تاريخي جغرافيه .


 — .« واره .» علامه حبيبي . ډاټ کام . مقالات. تاريخي جغرافيه .


   حدود العالم من المشرق الی المغرب. به تصحیح منوچهر ستوده . ايران : ۱۳۴۰.


عنصری بلخی. ديوان . به کوشش دبير سياقی . چاپ دوم. ايران : ۱۳۶۳.


غبار، مير غلام محمد. افغانستان در مسير تاريخ . ايران : مرکز نشر انقلاب با همکاری جمهوری، ۱۳۶۸ .


فرخی سيستانی، ديوان. به کوشش دبير سياقی. ايران : ب . ت .


http://ganjoor.net/farrokhi/divanf/ghasidef/sh32/


فرودسی. ابوالقاسم . شاهنامه . به کوشش سعید حمیدیان، بر اساس چاپ مسکو (۱۹۶۰- ۱۹۷۱) تهران:  ۱۳۵۲.


فرودسی. ابوالقاسم . شاهنامه. مسکو: به تصحیح انستیتوت خاورشناسی آکادیمی علوم شوروی، ۱۹۶۰-۱۹۷۱) .


فرودسی. ابوالقاسم . شاهنامه. به کوشش مجتبی مینوی، عباس اقبال، سلیمان حییم و سعید نفیسی: تهران: بروخیم، ۱۳۱۵ .


گرديزی، ابوسعيد عبدالحی بن ضحاک ابن محمود. تاريخ گرديزی . به تصحيح و تحشيه و تعليق عبدالحی حبيبی . تهران : بنياد فرهنگ ايران، ۱۳۴۷.


، ۵۱۸)۴۴۲- ۴۴۳ هجری قمری،


لسترنج . جغرافيای تاريخی خلافت شرقی. ترجمۀ محمود عرفان . چاپ سوم . تهران : شرکت انتشارات علمی و فرهنگی، ۱۳۶۷.


یاقوت حموی الرومی البغدادی، شهاب الدین ابی عبدالله یاقوت بن عبدالله . معجم البلدان . ترجمۀ داکتر علنیقی منزوی . چاپ اول . تهران : چاپخانۀ معراج، ۱۳۸۰. 


يعقوبی، احمدبن ابی یعقوب بن جعفربن وَهْب بن واضح . البلدان [ تاريخ يعقوبی] . دو جلد. ترجمۀ دکتر ابراهيم آيتی . تهران : بنگاه ترجمه و نشر کتاب، ۱۳۴۲.