طالبانو دوه امریکایی پوځیان ووژل
پنتاګون لږ شېبه مخکی اعلان وکړ چی طالبانو د جلا جلا حملو په ترڅ کی دوه امریکایی پوځیان ووژل . لومړنی وړمه ورځ په خوست ولایت کی د ماین ښکار سو ، دوهم پوځي چی مرین دی پرون په هلمند ولایت کی ووژل سو خو پنتاګون د دواړو اعلان همدا اوس وکړ .
په دې سره د مارچ په روانو ۲۱ ورځو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۱۸ ته ورسېدل .