کور / سپورټي / دايليټ په سيالي کي پکتيا او غزنى ګټونکي سول

دايليټ په سيالي کي پکتيا او غزنى ګټونکي سول

دايليټ سيالي چې د همدې روانې مياشتې د شلمې نيټې راهيسې د بيلا بيلو ولايتونو ترمينځ د ننګرهار په دوو لوبغالو( دبهسودو، مارکو) کي روانې دي، ۵۰ اوريزې لوبې دي، نن په بهسودو لوبغالي
کي د کندهار او غزني ولايت د کرکټ لوبډلو ترمينځ لوبه وشوه او د غزني لوبډلې وګټله. پچه د کندهار ولايت لوبډلې يوړه او خپله يې د توپوهنې (بټينګ) ته ووته. دکندهار لوبډلې د ټولو لوبغاړو په سوځيدو سره په ۳۶ اورونو کي ۱۳۰ منډې وکړې او مقابلې لوبډلې ته يې ۱۳۱ منډې هدف (ټارګيټ) وټاکه.
ورپسې چې غزني لوبډلې لوبه پيل کړه، دوي په ۱۶ اور کي ټاکل شوي هدف ته ځانونه ورسول او د لوبه يې د يوه لوبغاړي په سوځيدو سره د پکتيا ولايت له لوبډلې نه وګټله. ددغې لوبې غوره لوبغاړي امان ونومول شو، د ۷۷ منډې وکړې او يو لوبغاړي يې هم وسوزاوه.
اخوا د ايليټ کپ بله لوبه د مارکو په لوبغالي کي د پکتيا ولايت کرکټ لوبډلې او د کوچيانو لوبډلې ترمينځ وشوه. دا لوبه د پکتيا ولايت کرکټ لوبډلې په ګټه تمامه شوه. ټاس د کوچيانو کرکټ لوبډلې وګاټه او د پکتيا لوبډلې ته يې د توپوهنې بلنه وکړه. نومړي لوبډلې په ۳۹ اورونو کي د ټولو لوبغاړو په سوزيدو سره ۱۵۵ هدف مقابلې لوبډلې ته ورکړ. بيا چې د کوچيانو لوبډلې توپوهنه پيل کړه، د دوي ټول لوبغاړي په ۳۲ کي په ۱۳۵ منډو باندې وسوځيدل او دا لوبه د پکتيا کرکټ لوبډلې په ۱۹ منډو باندې يوړه.
د دغې سيالي لوبډلې په څلورو (اې، بي، سي، ډي) ګروپونو باندې ويشل شوي دي.تمه ده، چې د سيالي به د روانې مارچ مياشتې په ۲۹ نيټه پاي ته ورسيږي. دا سيالي پدې موخه پيل شوي چې په افغانستان کي د کرکټ لوبه وده وکړي، د لوبغاړو تجربې زياتې شي او هم افغانستان د کرکټ په ډګر کي د بيلا بيلو لوبډلو لپاره له وړاندې لوبغاړي روزلي وي.