کور / سياسي / درغل دولت – امریکا په ملګرو ملتو کی د نړۍ پر ضد – درېیمه برخه

درغل دولت – امریکا په ملګرو ملتو کی د نړۍ پر ضد – درېیمه برخه

 لیکوال : ویلیم بلوم
ژباړن : نثار احمد صمد
یادونه : دا چی امریکا ځان د بشری حقوقو او انسان دوستۍ ټېکه دار بولی ، نو راځیً چی صرف په یوه برخه کی یې دا غولونکې ادعا مشاهده کړو تر څو هغو کسانو ته چی ځانونه د امریکا په پښو کی اچوی ، ثابته سی چی د امریکا دوستي تر دښمنۍ هم بدتره ده . ښه به دا وی چی د هغه کتاب صرف یو فصل ذکر کړو چی د واشنګټن اصلی څیره او ماهیت رسوا کوی . دا کتاب ما پخوا ژباړلی دی چی یوه یوه برخه یې د افغان رسالې په هره ګڼه کی خپریږی . ویلیم بلوم ډیره موده د امریکا په خارجه وزارت کی مامور و ، خو وروسته یې استعفأ وکړه او دا کتاب یې په ۲۰۰۵ کی تألیف کړ . نو دا یې تاسو او دا یې هم د « درغل دولت » د کتاب د شلم فصل درېیمه برخه چی د امریکا د انسان دوستۍ پر صرف یو اړخ رڼا اچوی ، ( ن . صمد ) .
نېټه ……………………… پریکړه لیک ……………… مثبته ـ منفی رایه 
ـ د ډسمبر ۲۱ …………….  ۳۷ / ۲۵۲ ……………….. ۱۲۴ ـ ۱


د یو نوي اقتصادی نړیوال نظم د جوړښت لپاره د نړیوالو اقتصادی اړیکو بیا استقرارول .
۱۹۸۳ :


ـ د نوامبر ۲۲ …………..  ۳۸ / ۱۹ …………………  ۱۱۰ ـ ۱


د اپارتاید د جنایت د ځپلو او سزا ورکولو لپاره یو نړیوال کنوانسیون .


ـ د نوامبر ۲۲ …………… ۳۸ / ۲۵ …………………  ۱۳۱ ـ ۱


د هر هېواد دا حق چی د بهرنۍ مداخلې څخه که په هره بڼه هم وی ، پرته خپل اقتصادی او ټولنیز سیسټم د خپلو خلکو د ارادې سره سم ځانو ته غوره کړی .


ـ د ډسمبر ۵ ……………… ۳۸ / ۳۹ ( اي ) ……….. ۱۴۹ ـ ۱


د اپارتاید پر ضد د مبارزې لپاره د مادی مرستو او غونډو ترتیبول .


ـ د ډسمبر ۵ …………….. ۳۸ / ۳۹ ( آی ) ………..  ۱۴۰ ـ ۱


د امنیت پر شورا ټینګار کوی چی د اپارتاید پر ضد د اعتراض په توګه پر جنوبی افریقا باندی د بندیزونو په سوچ کی سی .


ـ د ډسمبر ۵ …………….. ۳۸ / ۳۹ ( کې ) ……….. ۱۴۵ ـ ۱


د سپورټ په برخه کی د اپارتاید پر ضد د سلا مشورو لپاره د یو نړیوال کنوانسیون صلاحیت .
ـ د ډسمبر ۱۵ ……………. ۳۸ / ۷۰ ………………  ۱۴۷ ـ ۱


خارجی فضا باید د سوله ییزو مقصدونو لپاره استعمال سی ؛ په بهرنۍ فضا کی د وسلو د سیالۍ مخنیوی .


ـ د ډسمبر ۱۶ …………… ۳۸ / ۱۲۴ …………….. ۱۳۲ ـ ۱


دا اعلانوی چی تعلیم ، کار ، روغتیا پالنه ، سمه تغذیه ، ملی انکشاف او نور بشری حقوق دي .
ـ د ډسمبر ۱۹ …………… ۳۸ / ۱۲۸ ……………  ۱۱۰ ـ ۱


د نوي نړیوال اقتصادی نظم په اړه د نړیوال قانون د اصولو او معیارونو انکشاف .


ـ د ډسمبر ۱۹ ………….  ۳۸ / ۱۵۰ …………….  ۱۳۷ ـ ۱


په افریقا کی د ترانسپورټ او ارتباطاتو لسیزه .
ـ د ډسمبر ۲۰ ……………  ۳۸ / ۱۸۲ …………… ۱۱۶ ـ ۱


د ډل وژونکو وسلو د نوو ډولونو او سیسټمونو د ودې او تولید منع کول .


ـ د ډسمبر ۲۰ ………….  ۳۸ / ۱۸۳ ( ایم ) …….. ۱۳۳ ـ ۱


د اټومی وسلو لرونکو دولتونو څخه غواړي چی عمومی غونډی ته هغه کالني راپورونه وړاندی کړی چی د اټومی جنګ د مخنیوی او د وسلو د سیالۍ د بندښت اړونده ګام اخیستنو په هکله دي .


ـ د ډسمبر ۲۰ …………. ۳۸ / ۱۸۷ ( اې ) …….. ۹۸ ـ ۱


د کیمیاوی او بیالوجیکی وسلو د مخنیوي په هکله د یو تړون د حصول په خاطر د خبرو اترو پر شدت باندی ټینګار کوی .


ـ د ډسمبر ۲۰ …………. ۳۸ / ۱۸۸ ( جي ) …….. ۱۱۳ ـ ۱


د سمندری وسلو د سیالیو د یوې څیړنی غوښتنه کوی .
ـ د ډسمبر ۲۰ ………… ۳۸ / ۱۸۸ ( ایچ ) ……… ۱۳۲ ـ ۱


داسی یوه څیړنه چی وښیی پوځی لګښتونه څنګه نړیوال امنیت او بقأ تهدیدوی او د ترقۍ مخه نیسی .


ـ د ډسمبر ۲۰ ………… ۳۸ / ۲۰۲ …………….. ۱۲۶ ـ ۱


د ملګرو ملتونو د ظرفیت ټینګښت غواړی تر څو طبیعی او نورو تباهیو ته ښه ځواب ویونکی وی .
۱۹۸۴ [ انتخابی پریکړه لیکونه ]


ـ د نوامبر ۸ …………… ۳۹ / ۹ ………………… ۱۳۴ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د ملګرو ملتونو او عربی لیګ دولتونو تر منځ ګډه همکاری .


ـ د نوامبر ۱۶ ……….. ۳۹ / ۱۴ ……………….. ۱۰۶ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د عراق پر اټومی بټۍ باندی د اسراییلو حمله غندی .
ـ د نوامبر ۲۳ ………… ۳۹ / ۲۱ ……………….. ۱۴۵ ـ ۱


د نژادی تبعیض د ختمولو په هکله د اړونده کومیټې راپور .


ـ د ډسمبر ۵ ………….. ۳۹ / ۴۱ ………………. ۱۱۹ ـ ۲ ( امریکا ، انګلستان )


د سنټ هلینا د خپلواکۍ بیا تاییدول .


ـ د ډسمبر ۵ …………. ۳۹ / ۴۲ ……………… ۱۲۱ ـ ۲ ( امریکا ، انګلستان )


د نامِبیا او نورو پالیسیو څخه د جنوبی افریقا ملاتړ غندی .


ـ د ډسمبر ۱۱ ……….. ۳۹ / ۴۹ ( اې ) ……..  ۱۲۷ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د فلسطینی خلکو حقوق .


ـ د ډسمبر ۱۱ ……….. ۳۹ / ۴۹ ( ډي ) …….. ۱۲۱ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، کاناډا )


د منځني ختیځ د سولی د کنفرانس دایرېدل .
ـ د ډسمبر ۱۲ ……….. ۳۹ / ۶۲ ……………… ۱۲۵ ـ ۱


د ډل وژونکو وسلو د نوو ډولونو د انکشاف او تولید منع کول .


ـ د ډسمبر ۱۲ ………. ۳۹ / ۶۵ ( بي ) ……… ۸۴ ـ ۱


د کیمیاوی او باکټریولوجیکی وسلو ممانعت .
ـ د ډسمبر ۱۳ ……… ۳۹ / ۷۲ ( جي ) ……… ۱۴۶ ـ ۲ ( امریکا ، انګلستان )


د اپارتاید د محوه کولو لپاره یو نړیوال عمل .
ـ د ډسمبر ۱۳ ………. ۳۹ / ۷۳ …………….. ۱۳۸ ـ ۲ ( امریکا ، ترکیه )


د سمندر قانون .


ـ د ډسمبر ۱۴ ………. ۳۹ / ۹۵ ( اې ) …….. ۱۲۰ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


په نیول سوو سیمو کی د اسراییلو لخوا د بشری حقوقو څخه سرغړوني . 


ـ د ډسمبر ۱۴ ……….. ۳۹ / ۹۵ ( ایچ ) ……. ۱۴۳ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د فلسطینی ښاروالانو پر ضد وژونکي هڅی غندی او د هغوی د عاملانو د نیولو او تعقیبولو غوښتنه کوی .


 


ـ د ډسمبر ۱۷ ………. ۳۹ / ۱۴۷ …………… ۹۲ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د اسراییلو دا ممانعت غندی چی نه غواړی خپلی اټومی دستګاوی د نړیوالی اټومی انرژۍ د څانګی تر څارنی لاندی راسی .


ـ د ډسمبر ۱۷ ………. ۳۹ / ۱۴۸ ( ان ) …….. ۱۲۳ ـ ۱


اټومی ازموینی بندوی ، د اټومی وسلو د سیالۍ بندښت او اټومی بې وسلې کول غواړی . 


ـ د ډسمبر ۱۷ ………. ۳۹ / ۱۵۱ ( ایف ) …….. ۱۴۱ ـ ۱


د ملګرو ملتو لخوا د پوځی څیړنی او انکشاف د مطالعې د پایښت هیله کوی . 


ـ د ډسمبر ۱۷ …….. ۳۹ / ۱۶۱ ( بي ) ………. ۱۴۳ ـ ۱


مستعمره هېوادو او خلکو ته د خپلواکۍ د عطاینی اړونده اعلامیې د ۲۵ می کالیزی یاد تازه ساتل .
ـ د ډسمبر ۱۸ …….. ۳۹ / ۲۲۴ ……………… ۱۴۶ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د فلسطینی خلکو سره اقتصادی او ټولنیز کومک .


 


ـ د ډسمبر ۱۸ …….. ۳۹ / ۲۳۲ ……………… ۱۱۸ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د ملګرو ملتو د صنعتی انکشاف د جوړښتون ملاتړ .


 


ـ د ډسمبر ۱۸ …….. ۳۹ / ۲۳۳ …………….. ۱۲۰ ـ ۱


د افریقا لپاره د صنعتی انکشاف لسیزه .
ـ د ډسمبر ۱۸ ……… ۳۹ / ۲۴۳ …………….. ۱۲۳ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د لویدیځی آسیا لپاره د اقتصادی کمیسیون د پرسونلو او اداری چارو اړونده پوښتنی . 
۱۹۸۵ :


ـ د ډسمبر ۱۳ ……… ۴۰ / ۱۱۴ ……………. ۱۳۴ ـ ۱


د اقتصادی ، ټولنیز ، کلتوری ، مدنی ، او سیاسی حقوقو نه بېلوالی او یو تر بله تړنه .
ـ د ډسمبر ۱۳ ……….. ۴۰ / ۱۲۴ ………….. ۱۳۰ ـ ۱


د بشری حقوقو او بنسټیزو آزادیو څخه د برخمن کېدو سمون ته د ملګرو ملتونو د سیسټم په دننه کی بدلونیزه لاس رسي .


ـ د ډسمبر ۱۳ ………. ۴۰ / ۱۴۸ …………… ۱۲۱ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د نازی ، فاشیسټی ، او نوو فاشیسټی فعالیتونو پر ضد ګام اخیستني .


 


ـ د ډسمبر ۱۷ ………… ۴۰ / ۴۴۵ …………….. ۱۳۳ ـ ۱


د پیسو ، تمویل ، پور ، چالانو منابعو ، تجارت ، او پرمختیا په اړونده برخو کی نړیواله ګډه مرسته . 


۱۹۸۶ :


ـ د اکتوبر ۲۷ ………… ۴۱ / ۱۱ ……………….. ۱۲۴ ـ ۱


په جنوبی اتلانتیک کی د سولی او ګډی مرستی د زون منځته راوړل .


ـ د ډسمبر ۳ ………….. ۴۱ / ۶۸ ( اې ) ……….. ۱۴۸ ـ ۱


یو داسی نوی نړیوال اطلاعاتی نظم چی د یونسکو تر مشرۍ لاندی به د اطلاعاتو او مخابراتو په ساحو کی فعلی نا انډول توب له منځه وړی .
ـ د ډسمبر ۴ ………….. ۴۱ / ۹۰ ………………. ۱۲۶ ـ ۱


د نړیوال امنیت د ټینګښت د اعلامیې د پلی کولو بیا کتنه .


ـ د ډسمبر ۴ ………….. ۴۱ / ۹۱ ………………. ۱۱۷ ـ ۱


د نړیوالی وضعی د سمون لپاره د نتیجه راوړونکو سیاسی خبرو اترو اړتیا .


ـ د ډسمبر ۴ …………. ۴۱ / ۹۲ ……………….. ۱۰۲ ـ ۲ ( امریکا ، فرانسه )


د نړیوالی سولی او امنیت لپاره د یو جامع سیسټم جوړول .


ـ د ډسمبر ۴ …………. ۴۱ / ۱۲۸ ……………… ۱۴۶ ـ ۱


د انکشاف د حق اړونده اعلامیه .


ـ د ډسمبر ۴ …………. ۴۱ / ۱۵۱ ……………… ۱۴۸ ـ ۱


د هغو حالاتو د سمون او د بشری حقوقو او ټولو کډوالو کارکونکو د درناوي د تأمین لپاره ګام اخیستنی .
ـ د ډسمبر ۸ …………. ۴۱ / ۴۵۰ ……………… ۱۴۶ ـ ۱


د هغو تولیداتو څخه ساتنه چی روغتیا او چاپیریال ته خطر لری .


۱۹۸۷ :


ـ د اکتوبر ۱۵ ………. ۴۲ / ۵ …………………. ۱۵۳ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د ملګرو ملتونو او عربی لیګ دولتونو تر منځ ګډه همکاری .


ـ د نوامبر ۱۲ ………. ۴۲ / ۱۸ ……………….. ۹۴ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د نیکاراګوا پر ضد د پوځی او پوځی ډوله کړنو په هکله د عدالت په نړیواله محکمه کی د یوې موافقې اړتیا .


ـ د ډسمبر ۲ ………… ۴۲ / ۶۹ ( جې ) ………. ۱۴۵ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د اسراییلو څخه غواړی چی د لویدیځی غاړی فلسطینی کډوال د خپلو کورونو او جایدادونو څخه د شړلو او بل ځای میشتولو پلانونه لغوه کړی .
ـ د ډسمبر ۷ ………… ۴۲ / ۱۰۱ ……………… ۱۵۰ ـ۰ ـ ۱ ( یوازی امریکا رایه ورنکړه )


د « ماشوم د حقوقو په هکله د یو کنوانسیون » رابلل .


ـ د ډسمبر ۷ ………… ۴۲ / ۱۵۹ …………….. ۱۵۳ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د نړیوال تروریزم د مخنیوي لپاره اقدامات ، د تروریزم د سیاسی او اقتصادی علتونو مشخص کول ، د تروریزم د تعریفولو او د ملی آزادۍ د مبارزینو څخه هغه ته د فرق ورکولو په خاطر د یو کنفرانس رابلل .


ـ د ډسمبر ۸ ………… ۴۲ / ۱۶۲ ( بي ) …….. ۱۴۰ ـ ۱


د ژورنالیسټانو د روزنی او په وروسته پاته هېوادو کی د ارتباطی خدمتونو د تقویې لپاره مالی مرسته .
ـ د ډسمبر ۱۱ ……….. ۴۲ / ۱۷۶ …………….. ۹۴ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


د نیکاراګوا پر ضد د سوداګریزه بندیز پای ته رسول .
ـ د ډسمبر ۱۱ ……… ۴۲ / ۱۹۸ …………….. ۱۵۴ ـ ۱


د خارجی پورونو د ستونزو په اړه د نړیوالی ګډی مرستی پر مخ بېول .


ـ د ډسمبر ۱۱ ……… ۴۲ / ۴۴۱ ……………… ۱۳۱ ـ ۱


د تجارت او پرمختګ په باب د ملګرو ملتونو د ثبت د لنډیز لپاره چمتوینه .


د کیوبا پر ضد د امریکا د بندیز ختمولو اړتیا :


۱۹۹۲  : ۵۹ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل ) « خو رومانیا هم په غلطۍ سره منفی رایه ورکړه » .


۱۹۹۳  : ۸۸ ـ ۴ ( امریکا ، اسراییل ، البانیا ، پاراګوای )


۱۹۹۴  : ۱۰۱ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


۱۹۹۵  : ۱۱۷ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، ازبکستان )


۱۹۹۶  : ۱۳۸ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، ازبکستان ) « خو د لومړي ځل لپاره د اروپایی اتحادیې ټولو ۱۵ هېوادو مثبته رایه ورکړه » .


۱۹۹۷  : ۱۴۳ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، ازبکستان )


۱۹۹۸  : ۱۵۷ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


۱۹۹۹  : ۱۵۲ ـ ۲ ( امریکا ، اسراییل )


۲۰۰۰  : ۱۶۷ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، مارشل ټاپوګان )


۲۰۰۱  : ۱۶۷ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، مارشل ټاپوګان )


۲۰۰۲  : ۱۷۳ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، مارشل ټاپوګان )


۲۰۰۳  : ۱۷۹ ـ ۳ ( امریکا ، اسراییل ، مارشل ټاپوګان )


۲۰۰۴  : ۱۷۹ ـ ۴ ( امریکا ، اسراییل ، مارشل ټاپوګان ، پالاؤ )


باید وویل سی چی د امریکا سیاسی مشرانو او خپرونو په مینه غوښتي چی کیوبا « نړیوال منحوس او ناولی » وبولی .


( نور بیا )