ژوند ته سوله لكه اوبه دومره اړينه ده
كه څه هم سوله يوازې دجګړې ضد په مانا نه ده، بلكې ويې پوهانو دسولې په تړاو پراخې څېړنې او تحقيقات كړيدي ، چې هر لغات جوړونكي له خپلې ليد زوايې ورته كتلي او تشريح كړي يې ده ، نو په دې اساس ده، چې دسولې له كليمې بيلا ، بيلې مانا وې او افهامونه افاده كيږي ، لكه پخلاينه جګړه بندې ، ښيګڼه ، وړتيا ، جوړجاړى ، يووالى ، انسان ته درناوى او ځينې نورې ماناګانې لري ، چې هره يوه يې جلا ، جلا تحليل او څېړنې ته اړتيا او په څيړلو ارزي مګر زموږ دبحث مورد نه دى .
دا خوځينې لنډې څرګندونې وې دسولې د كليمې په تړاو . او له بلې اړخه لكه څنګه ، چې سوله دلوړتيا او تقدس په مانا ده ، ځكه داسلام په سپيڅلي دين او نبوي ارشاداتو كې هم سولې ته په ډېر لوړ ارزښت كتل شوي او ستايل شويده ، چې موږ دلته له ځينو الهي حكمونو او نبوي اوامرو څخه لنډه يادونه كوو . الله تعالى وتبارك فرمايي ، ژباړه : له خدايه وويريږئ او پخپلو منځونو كې سوله وكړئ ، بل ځاى فرمايي ، ژباړه ….. كه چيرې امر په صدقې ، نيكۍ او يا سوله كوئ دمسلمانانو ترمنځ او هر چا ، چې دا سوله وكړه دمسلمانانو ترمينځ ژر ده ، چې رب به وركړي لوى خير .
لوى خداى (ج) په قرانكريم كې دغه شان څو ځايه دسولې ارزښت او سوله كول بيان كړيدي او مسلمانان يې مجبور او مكلف ګرځولي دي ، چې په سوله او ورورولۍ كې ژوند وكړي او يو تربله په متقابل احترام قايل شي . سردار كونين او دبشريت ستر لارښود انحضرت محمد (ص) هم په خپلو لارښوونو او ارشاداتو كې په لسګونو ځله انسانان سولې كولو ته رابللي او هڅولي دي . مسلمانان يې پخپلو منځو كې دجګړې له بد مرغه او اسېكرلي حالته يې منع كړيدي . انحضرت محمد (ص) په ژوند كې درواغ ډير بد ګڼلي او له لويو ګناهونو يې بللي دي مګر دانسانو ترمنځ د سولې او ورورولۍ دتامين لپاره يې جايزه ګرځولي دي . رسول الله (ص) فرمايي ژباړه : هر هغه قدم ، چې دسولې لپاره اخيستل كيږي له ټولو قدمونو لوړ او غوره دى . بل ځاى فرمايي دخلكو ترمنځ سوله كول لكه ديو شهيد دثواب دومره اجر او خير لري .
دغه راز په نبوي ارشاداتو او احاديثو كې ډير ځله دسولې دفضليت ، لوړتيا ، ضرورت او ارزښت په تړاو يادونې شوې دي . كه چيرې څوك داسلام سپيڅلي دين په ژور توګه مطالعه ، دسردار مصطفى محمد (ص) دژوند او اند په بنسټ څيړنه ، دخلفاى راشينو كارنامې اوكړن او داسلامي نړۍ دمخكښانو برنامې او پروګرامونه وځيري . دا به ورته ثابته شي، چې په رښتيا داسلام سپيڅلى دين او د اسلام واقعي پيروان سولې ته په څومره لوى ارزښت قايل دي ، له دې امله ده ، چې اسلام د بشريت لپاره دسولې، ورورۍ او متقابل احترام تل پاتې پېغام او لارښوونه لري . اسلام تل خپلو پيروانو ته لارښووه كوي، چې په سلو كې واوسيږئ ، نو ځكه ده ، چې ووايو چې سوله دبشريت لپاره لكه اروا هموره اړينه ده ،پرته له سولې ژوند نه يوازې ارزښت نه لري بلكې هيڅ په كړونه ارزي . خو له بدژمنه دا څو لسيزې افغانان له دې عظيم نعمته بې برخې شويدي ، پردې بې وسه ملت دپرديو له خوا دپرديو اهدافو جګړې او وروروژنې تپل شوې دي . او افغانان يې له دې طبعي حقه محروم كړيدي خصوصاً په دا وروستيو كې كله ، چې دنړۍ په تاريخ كې يوه نوې پاڼه راواړول شو ، دجګړې دثقل مركز بيا هم پښتون ملت وټاكل شو . له يوې خوا دترهګرۍ ضد جګړې قرباني شو او له بله اړخه د دولت دمخالفو دجګړو ډيرى قربانيان عام ولس وګرځيد .
له دواړو لورو يې نه نه جبرانيدونكې ستونزې وليدې . دا مهال افغان ولس سولې ته دومره تږى دى ، لكه داوږدې سپېرې او وچې دښتې جل وهلې مسافر ، چې ساه يې له پښو راټول شوې وي دمرګ او ژوند په وروستۍ پوله پروت وي . اوس پوښتنه داده ، چې ايا دغه عظيم نعمت كومه سودا ده ، چې څوك يې په بيه راونيسي او كه كومه ولجه ده ، چې راوړل شي ؟ فكر كوم دا ژور هر اړخيز فكر او له هر ر از ملخوظ پاك په ريالږم ولاړ قضاوت او نظر ته اړتيا لري او په هېواد كې دسولې تامين له پاره بايد پر ځينو عمده فكتورونو فكر وشي او څو اړخه يې په نظر كې ونيول شي . زمونږ له انده شايد له ډيرو هغو يې پو څو دادى ، چې له ګاونډيانو سره خبرې وشي او نړيواله ټولنه دسولې دتامين لپاره پر افغان ګاونډيانو فشار راوړي او د ستونزو د منقطې حل لپاره هڅه وشي . د دولت له مخالفينو سره بايد ديوه مشخص اورس له طريقه هر اړخيزې خبرې وشي او منطقې غوښتنې يې واوريدل شي .
دمذاكراتو او خبرو لپاره بايد دوه اړخيز نړيوال تضمينات او ډاډموجود وي او خبرې كه په يو داسې دريمګړي مسلمان هېواد كې ترسره شي ، چې هم افغان دولت ، د دولت مخالفو وسلوالو ، ګاونډيو هېوادونو او هم لويديزې نړۍ ته دمنلو وړ وي . دمخدره توكو د كر او لږو په چټكتيا نهيايي مخنيوى ، له زور واكو سره دملي ګټو پر بنسټ قانوني چلند ، په دولت كې داداري فساد او اختلاص په كلكه مخنيوى ، ديوه پياوړي ملي فوځ تقويه كول ، په متوازين ډول دبياديخونو په پروژو كار كول خو دروزګارتيا ګراف ټيټ شي ، په لوړو زده كړو او ښوونه روزنه پراخه پانګونه كول ، دړندو بمباريو او پرديو فوځي عملياتو ختمول ، په اداره كې دملي ګټو او پرنسيپونو په بنياد نوي ريفورمونه معرفي كول او بلا اخره دسولې عالي شورا او په ولاياتو كې دجوړيدونكې دسولې كميسيونونو پر جوړښت تجديد نظر او په واقعي توګه دبانفوذه او د ملت درېښتينو استازو معرفي كول ، چې شايد دغه فكتورو ، دسولې په تامين او راستنيدو كې بارز رول ولري . په همدې هيله