یو امریکایی افسر مړ سو
پنتاګون اعلان وکړ چی یو ۴۱ کلن امریکایی افسر د مارچ پر اتلسمه د غیر جنګی فعالیتونو له امله په جیبوتی کی مړ سو . دغه یونټ پر افغانستان د عملیاتو لپاره په جیبوتی کی مستقر دی نو ځکه پنتاګون دا تلفات د افغانستان په حساب کی ګڼی .
دا په مارچ کی نولسم امریکایی دی چی د افغان جګړې قربانی کیږی .