کور / z_buitenland_news -- 5 / په لاهور کي ځانمرګی بريدکوونکی پنجابی و

په لاهور کي ځانمرګی بريدکوونکی پنجابی و

 د لاهور په نيول وار کالج کښې د ځانمرګي بريد د لومړنيو څيړنو څخه پوليسو په ډاګه کړې ده چې د ځانمرګى وګړى د هستوګنى سيمه پنجاب دى ، ډى آئى جى انويسټي ګيشن چوهدري تصدق حسين د آج له شبکې سره په خبرو کښې ويلي دي چې د چاودنې له ځاى څخه يو موټر سايکل هم په لاس راغلى ، او د نوموړى موټر سايکل مالک د بيګم کوټ اوسيدونکى عبدالرحمان او د سانده اوسيدونکى محمد علي په ګډون يې پنځه وګړي نيولي او څيړنى ترې روانې دي .