کور / z_buitenland_news -- 5 / په قامي اسمبلۍ کي د دوو سترو ګوندونو د غړو شمېر زيات سوی

په قامي اسمبلۍ کي د دوو سترو ګوندونو د غړو شمېر زيات سوی

 د پاکستان پيپلز ګوند په قامي اسمبلۍ کښې د غړو شمېر څلور نيمي ته لوړ شو او دغه شان د مسلم ليګ ( ن ) د غړو شمېر اويا ته رسيدلۍ دى ، د راپورونو تر مخه د خپلواکو کانديدانو د ګډون وروسته د دواړو ګوندونو څوکۍ زياتې شوى دى ، د انتخابي کمسيون چارواکي وايي چې اوس د ښځو او اقليتونو ځانګړيو څوکيو ته اخيرنۍ بڼه ورکول کېږي او ددغو څوکيو اعلان به په نږدې وخت کښې وشي ، د انتخابي کمسيون سکتر کنور دلشاد وايي چې د سياسي ګوندونو لخوا چې د ښځو او اقليتونو کوم لسټ وړاندې کړل شوى دى دغه لسټ به حتمي وګرځول شي.