کور / z_buitenland_news -- 5 / په پاکستان کي وهل، ټکول او نيول دوام لري

په پاکستان کي وهل، ټکول او نيول دوام لري

په لاهور کې شاوخوا ٢٠٠٠ کسان سره ټول شول چې مظاهره وکړي، د پوليسو له مداخلې وروسته د يو شمېر لاريون کوونکو د ټپي کېدو راپور ورکړ شو.


د يوې محکمې يوۀ حقوقپوه شيخ فيصل وويل: ” پوليسو تر ١٢ زيات د اوښکي بهوونکي گاز مرمۍ پر لاريون کوونکو ور خوشي کړې او هغوى يې په کوتکونو ووهل.”


په کراچۍ کې پوليسو هغه لاره وتړله چې د ولايتي قضايي ادارې مشر صبيح الدين احمد کور ته تله چې هلته قاضيانو او حقوقپوهانو ټاکلې وه چې د لاريون لپاره سره غونډ شي.
کله چې لاريون کوونکي د سيمه ييزې محکمې مخې ته سره ټول شول او د مشرف پر ضد يې شعارونه ورکړل پوليسو په کوتکونو د هغوى پر وهلو او په گاډو کې يې پر اچولو پيل وکړ. همدلته د ٤٣ تر ١٠٠ پورې د حقوقپوهانو د نيول کېدلو خبره کېږي.


په ټول هېواد کې لږ تر لږه ٢٠٠ حقوقپوهان نيول شوي او د حقوقپوهانو ټولنو د دريو پرلپسې ورځو لپاره د مظاهرو لپاره غږ کړى او دندو ته له تللو يې پرېکون اعلان کړى.


د جماعت اسلامي د سلگونو کسانو د نيولو خبره د اطلاعاتو وزير طارق عظيم له مبالغې وبلله.
 
د اطلاعاتو وزير طارق عظيم


دۀ بي بي سي ته وويل چې دا په لاريون کوونکو پورې اړه لري چې ارام کېني او که د خپلو خوځښتونو له پايلو سره مخامخېدل غواړي. دۀ وويل: ” که خلک غواړي چې قانون په خپل لاس کې واخلي، ښکاره خبره ده چې د دوى بايد چاره وشي.”