کور / سياسي / دوی ويل زړونه به مو وگټو

دوی ويل زړونه به مو وگټو

«« دوی ويل ډيموکراسي به راولو
خو واک د قاچاکبرانو، جاسوسانو او توپکسالارانو مافيا ته وسپارل سو


«« دوی ويل بشري حقوق به خوندي کړو
خو پخپله يې په بې محکمې وژنو، بېله قانوني تور لگونې څخه بندي کوونو،  د اسيرانو د زهيرولو او شکنجه کولو، د شپو په تلاښيو، د ولسي سيمو په بمباريو، د باغونو او ونو په سوځولو، د کلو په هوارولو او د بشري حقونو په وړاندي جنايت کوونکو څخه ملاتړ کونې له لاري د افغانانو بشري حقوق تر پښو لاندي کړه.


«« دوی ويل آرامي به راولو
خو هره ورځ جگړه تر هغې بلې توده سوه


«« دوی ويل وسلې به ټولې کړو
خو نوي ملېشې يې جوړي کړې او توپکيان يې وزيران، واليان، امنيه قومندانان او رئيسان کړل


«« دوی ويل ادارې به جوړي کړو
خو اداري فساد جوړ سو


«« دوی ويل ستاسو د دودونو درناوی به وکړو
خو ملکي ټولنو تر څنگ يې عسکرو هم د عيسويت په تبليغ لاس پوري کړی


«« دوی ويل د شوروي پاته ماينونه به پاک کړو
خو پر افغانانو يې کلسټر بمونه و اورول


«« دوی ويل ښوونځي به درته جوړ کړو
خو زموږ معلمان يې را ووژل


«« دوی ويل روغتونونه به جوړ کړو
خو زموږ په ژوبل سوؤ ولسي کسانو د گاونډي هيوادونو روغتونونه او د شهيدانو په قبرونو مو ډاگونه ډک سول


«« دوی ويل په نس به مو ماړه کړو
خو زموږ کښتي مځکي يې په زهرجنو بارودو د پيړيو لپاره را شاړي کړې


«« دوی ويل د گاونډيانو د شر څخه به مو خلاص کړو
خو گاونډيانو سره يې په دايمي شر اخته کړو


«« دوی ويل د افغانانو د خپلواکۍ درناوی به کوؤ
خو اوس دايمي اډې غواړي


«« دوی ويل د اعضاوؤ پرې کوونکو څخه به مو خلاص کړو
خو عسکر يې د بې گناه ولسي کسانو اعضاوي د ځان سره د يادگار په توگه گرځوي


«« دوی ويل د افغانستان د عرضي تماميت احترام به کوؤ
خو د افغانستان د تقسيم پلانونه يې افشا سول


«« دوی ويل ستاسو زړونه به وگټو
خو زموږ دايمي کرکه، آه او ښراوي يې خپلې کړې


د 2011م مېلادي کال د مارچ 23 مه نېټه