کور / سپورټي / د کرکټ په سیالي کي ننګرهار او پنجشېر ماته وخوړه

د کرکټ په سیالي کي ننګرهار او پنجشېر ماته وخوړه

هغه سیالی چې د افغانستان کرکټ بورډ لخوا ننګرهار د ګلوهار په بهسودو او مارکو لوبغالو کې پیل شوي دي، په بهسودو کې د ننګرهار او میدان وردګ کرکټ لوبډولو ترمنیځ لوبه وشوه چې د میدان وردګ لوبډلې وګټله. کله چې پچه واچول شوه، د میدان وردګ لوبډلې وګټله او ننګرهار ته یې د توپوهنې بلنه وکړه. ننګرهار لوبډلې په ۱۹کې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۹۴ منډې وګړې او مقابلې لوبډلې ته یې ۹۵ منډې هدف وټاکه.
بیاچې د میدان وردګ لوبډلې توپوهنه پیل کړه دوی په ۱۲ (دولسم) اور کې د څلورو لوبغاړو په سوځیدو سره ټاکل شوي هدف(ټارګیټ) ته ورسیدل او دا لوبه یې وګټله.
اخوا په مارکو لوبغالي کې د پنجشیر او لوګرولایت د کرکټ لوبډلو ترمینځ لوبه شوه، پدې لوبه کې د لوګر لوبډله بریالی شوه. په دوی کې ټاس د پنجشیر لوبډلې یوړه او د منډو کولو بلنه یې د لوګر لوبډلې ته ورکړه. نومړي لوبډلې په ټولو پنځوسو (۵۰) اورونو کې د ۶ (شپږو) لوبغاړو په سوځیدو سره ۳۵۹ منډې (رنز) هدف ورکړ. ورپسې چې د پنجشیر لوبډلې توهنه (بېټینګ) پیل کړه، دوی تر ۲۵ اور پورې د ټولو لوبغاړو په سوځیدو سره ۱۴۳ منډې وکړې. پدې سره دا لوبه د لوګر کرکټ لوبډلې وګټله.
ددغو لوبو د څارنې او کتنې لپاره د افغانستان د کرکټ بورډ مشر ښاعلی نسیم الله دانش او د بورډ یوشمیر نور چارواکي هم ورغلي ول. ښاغلي دانش او تلي هایت د لوبو جریان له نیږدې وکاته، دوی خوښي څرګنده کړه چې پدې لوبو کې د کرکټ ټول قوانین په سمه توګه ترسره کیږي. همداشان دانش دهغو لوبغاړو او د لوبډولو ادارې مامورینو چې دنورو ولایتونو نه د لوبو لپاره ننګرهار ته تلي دي د هغوې د اوسیدو له خونو یې هم لیدنه وکړه چې اوس مهال دوی پکې اویسږي. ننګرهار ته د کرکټ بورډ لخوا تلي هایت وویل چې،که څه هم په تیرو لوبو کې هلته ځینو لوبغاړو او نورو مامورینو یې د ځای ځیګي په اړه یوه څه شکایتونه درلودل، خو دا ځل د دوی لپاره په هره برخه کې ښې تیاری نیول شوي دي.

د ایلیټ جام دا سیالی چې د روانې مارچ میاشتې په شلمه نیټه پیل شوي، د همدې میاشتې په ۲۹ نیټه به پای ته ورسیږي