کور / کره کتنه / دپوهاند عبدالشكور رشاد طنزونه

دپوهاند عبدالشكور رشاد طنزونه

استاد اكاډميسين پوهاند عبدالشكور رشاد د عبدالغفور خان زوى په ۱۳۰۰ لمريز كال د لړم د مياشتې په ۲۳مه نېټه د كندهار ښار د بابړو د كوڅې په يوه بډايه كورنۍ كښې زېږېدلى دى.
هغه دژبو، ادبي فنونو او تاريخي مسايلو په باب په هند کښې مطالعې او زده كړې ده او دكابل پوهنتون د ژبو او ادبياتو د پوهنځي استاد اومشر هم و.
پوهاند عبدالشكور رشاد ( ٩٤ )اثره ليکلي چې( ٤٣ )یې چاپ او نور یې ناچاپه پاته دي.
رشاد صاحب له زلمیتوبه شعر ویل پيل کړي ،او له همغه وخته یې د شعرونو محتوا ازادي، د وطن مينه، تاريخي پېښې، د طبيعت او ښكلا ترسيم، انتقاد او طنزیه غندنې، د پند او نصحيت خبرې ، د ملي او بین المللی شومو او ناروا موخو څخه د پردې پورته کولو چارې وې او تر ژوند تر پایه يې په خپل وطن دوستي، ملي احساس اولیرلید سره د وطن دننه او بهر ملي او بین المللی ریاکاران او درواغجنان واکلرونکي څارلي او هغو د پروړو لاندې اوبه تیرول يې ولس ته افشا کړی او غندولې دي .
رشاد صاحب د اختناق په دورو کښې د زورواکو د غچ او بندي کیدو په خاطر دا طنزونه د پر ویز په مستعار نوم په بهر کښې خپاره کول او د قلم په څوکه يې دا د ریا پرده څیرل او هغو څیرې يې بې پردې کول.
رشاد صاحب وايي :
\” بې سياسته خو سړى پاتې كېداى نه سي او كه وي ډېر لږ به له سياست نه ځان خلاصولى سي\”

استاد( ۱۳۸۵ ) کال د ليندۍ په يوولسمه وفات سو ی دی.
هغه په خپل یو طنز سره په افغانستان کښې دا دپردیو او دهغو د لاسپوڅو لخوا د بې وزلو افغانانو وژل په یو ډیر خوږ طنزی سره داسې بیانوي چې په ظاهر ه څوک خندوي او به باطن کښې څوک د زړه له کومی ژړوي.
هغه دافغان شهید د سر بیه د د پسه له کوټي ارزانه بولې
چې په ډیره لږ شی ډير لوی واقعیت بیانوي
د کوټي بیه
وای چا پوښتنه وکړه له قصابه
دا کوټي چې د پسه پروت دی په څو دی؟
ده ول دوه زره یي بیه ده بل چا ته
ته سل کمی راکړه ما پر تا پیرزو دی
خریدار په تعجب ویل نولس سوه؟
رانیولی چا کوټي په دې روپو دی
قصاب ووی دا خو سر دا انسان نه دی
چې په موږ کي اوس ارزانه تر اوبو دی
په یو غران به سل سرونه درکړم
وطن ډک د شهیدانو په سرو دی

رشاد صاحب هيڅ وخت د ظالمانو او استعمارګرانو پر ظلمونو او وحشتونو سترګې نه دي پټي کړي، او له هغو سره يې د ځان په ګټه معامله نه ده کړې
رشاد صاحب د وخت نورو رڼاندو چې یوازې د ځان او څوکۍپه غم کښې وه او سترګې یې نامردانه د ولس په غمونو ړندې کړي وې په طنز وايي :
چي حق په ووینو، هغه لېمه نسته
چې رښتیا ووایو، هغسي خوله نسته
توره تیاره ده. ښه او بد نه پېژنو
واک د تمیز نسته، رڼا د زړه نسته
رشاد صاحب دقلم جهاد د روسانو له تیري څخه مخکښې پيل کړی دی خو زه يې دلته د روسانو د سپاهیانو اود هغو د لاسپوڅو افغانانو د تلاشی یو طنز راوړم چې هغوی د یو مجاهد پسې په کورونو کښې د ښځو بغچې او کولپ سندوکونه لټوي او دهغو نوکرانو افغانانو د هغو لارښونه او ساتنه کول:
لومړی هغه دروسو غلامانو ته وايي:
چې بې ږغه په کورو راننوزی
څه مو جرم؟ څه ګناه؟ څه مو تاوان
د روسانو که نه دپت سته نه پرده سته
لږ خو وشرمېږئ تاسي افغانان
دا کوم دود دي؟ کوم دستور چي ننوزی
بې له اذنه په کهاله د مسلمان
بیا د روسانو تلاشی د یو مجاهد پسې داسې بیانوي:
د سره پوځ سپاهان په کور کښې ګرځیدله
چا کتل اشپز خانه او چا دیګدان
چا پردې د دربندو پورته کولې
پلټلې چا بغچې چا بوغبندان
لټولې چا ګېڼې په سندخچوکي
ماتول چا په روپو پسې کلپان
رشاد صاحب دا ټوله د روس دوره په لنډه بیان په طنز داسې بیانوي
په نامه که پر وطن ببرکشاهی ده
خو د روس د غلامانو پادشاهی ده
رشاد صاحب د روسو دراتلوکیسه په طنز سره داسې بیانوي
سره سپاهان هسی مشغوله په تالاسول
په رمه وږی لېوان تاوې لګیا سول
رشاد صاحب په دې طنزی شعر سره ددې دورې ناتاورنه او غوبلونه او د ړناندو ړوندوالی او دې کندې ته لوېدل داسي انځور وي

ویلای نه سم چې مو لېمه نسته
لېمه مو سته خو، پکښي لیده نسته
بلاخو داسوه، تر اوسه پوه نه سوو
ویاړو او وایو، دلته ړانده نسته