کور / شعر / پسرلييه!

پسرلييه!

ته بهار نه يې، خزان یې!
ته آرام نه يې توپان يې!
ته پيغام راوړې د وينو
د جنګونو او وژنو
ستا ګلان په وينو سره دي
ستا وږمو کي زهر شيندلي
ستا چمن کي کارغان ګرزي
شرمښان دي په دښتونو
دلته ويني اواورونه
دلته اوري سرې سکروټي
دلته وير دئ، ماتمونه
دلته هر څه سوځېدلې
دلته هرڅه نړېدلي
دلته مړې د نور ډېوې دي
دلته مړه آزاد فکرونه
دلته زړونه کنګل سوي
پکښي مړه دي اوميدونه
اسمان وګوره پوښلئ
په تيارو تورو وريځو
زېږوي هره لمحه کي
څه بدمرغه توپانونه
هيلمند نه وينې په سترګو
چي څپې وهي د وينو
ارغند نه ګورې شکوې کړي
د ظلمونو، تاړاکونو
کونړ ګوره سره لمبه سو
له ګلګونو کفنونو
د کندوز شالۍ در ياد کړه!
شنه پټي زمرد رنګه
اوس يې ګوره!
يو مخ سره دي
چي خړوبيږي په سرو وينو
د سپين غر لمني ګوره!
شنې لوخړي، سره اورونه
ولي نه پوښتې!
چي څه سوه؟
هغه دنګ دنګ نښترونه
راسه وګوره !
ژړۍ کي،
پنجوايي او ارغنداو کي
زما د پلار، نيکه پر مېنه
فرعوني ناتار په سترګو
پر چنګېز به شکر وکړې!
چي دا ووګورې ظلمونه
ودان کلي يې هوار کړه
لنګ و لاښ يې شنه باغونه
ولي نه وايې چي څه سوه؟
ها وګړي، ولسونه
چيري ولاړه
چيري ورک سوه
ها مېشت خلګ
ها قومونه
څه اوږدې ، لنډي به وايم
ښه خبر يې!
ښه يې وينې!
له چتراله تر هراته
له آمو تر اباسينه
سور تنور د پښتون مېنه
پکښي سوځوي زموږ سرونه
تا به څنګه و ستايمه
چي مي زړه کي پرهارونه
تا ته څنګه خوښي وکړم
چي مي سر پر سر غمونه
تا به و ستايم وعده ده!
چي مي زړه بهار بهار سي
تا به ولمانځم په مينه
چي مي خلګ پر کرار سي