کور / z_buitenland_news -- 5 / ډاکټر قدير خان د چهارشنبې راهيسي تر درملني لاندي دی

ډاکټر قدير خان د چهارشنبې راهيسي تر درملني لاندي دی

 د پاکستان نوميالى اټومي ساينس دان ډاکټر عبدالقدير خان د خپلې ناروغتيا له امله د چهارشنبې د ورځې راهيسې د طبى او روغتيايي معاينو د بشپړولو په خاطر په روغتون کښې بستر شوى دى ، د پاکستان پوځي وياند ميجر جنرال اطهر عباس له خوا په يو خپور شوى بيان کښې ويل شوى چې ډاکټر عبدالقدير خان د ويني د ټيټ فشار او بخار په ناروغۍ باندې اخته دى، د ډاکټر عبدالقدير خان د مثانى د سرطان له تشخيص وروسته په سپتمبر ٢٠٠٦ ميلادي کښې په کراچۍ کښې عمليات هم شو او ډاکټرانو ددۀ عمليات بريالى وبلل ، د وسله وال پوځ د عمومي اړيکو د څانګې له خوا په يوه خپره شوى بيانيه کښې ويل شوى چې ډاکټر عبدالقدير خان د سه شنبې په ورځ د خپلې کمزورۍ څخه شکايت وکړ چې سملاسى ورته طبى درمل ورکړل شول، او د ډاکټرانو له کتنې وروسته بيا د علاج لپاره روغتون ته ولېږدول شو او نوموړى يې په يوه ځانګړى خونه کښې بستر کړ، او هيله من يو چې ډاکټر عبدالقدير خان د خپلې روغتيا او سلامتيا د ترلاسه کولو وروسته خپل کور ته ولېږدول شي، پوځي وياند وويل چې د ډاکټر عبدالقدير خان د روغتيا په اړوند به وخت په وخت عوامو ته معلومات ورکړى.