کور / تازه خبرونه / د جاپان سفير له اسفنديارولي خان سره وکتل

د جاپان سفير له اسفنديارولي خان سره وکتل

اسلام آباد کښې د جاپان سفير سيجى کوجيما پرون د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفنديار ولي خان سره وکتل، د عوامي نېشنل ګوند له مشر اسفنديار ولى خان سره د جاپاني سفير کتنه د پارليمان په ماڼۍ کښې وشوه ، ددغې ليدنې کتنې پر مهال دوى د هېواد د سياسي مسئلو د سولې او امنيت د اوسنيو حالاتو په ګډون د دواړو خواوو د علاقې وړ موضوعګانو په اړوند خبرې او د نظر تبادله وشوه.