کور / z_buitenland_news -- 5 / د ستر پيغمبر د کاريکاتورونو خپرونکو پر ضد مظاهرې دوام لري

د ستر پيغمبر د کاريکاتورونو خپرونکو پر ضد مظاهرې دوام لري

 د ډنمارک په ورځپاڼو کښې د ستر پيغمبر صلى الله عليه و آله وسلم د کارتون او خاکو خپرېدو پر ضد د مظاهرو لړۍ دوام لري ، تېره ورځ په کراچۍ او حيدر آباد کښې د جماعت اسلامي لخوا احتجاجي مظاهرې وشوې ، مظاهره کوونکو ته د وينا په ترڅ کښې د جماعت اسلامي مخکښ پروفيسر غفور احمد وويل چې د ملګرو ملتونو سلامتي کونسل د ايران په ضد د بنديزونو پرېکړه تصويب کولې شي خو ډنمارک چې د ټولو مسلمانانو زړونه يې زهير کړى دى هېڅ غبرګون ندى ښودلۍ ، پدغه وخت مظاهره کوونکو د ډنمارک په ضد شعارونه ورکړل. د يادوني وړ ده چي د بر افغانستان په بېلابېلو ولايتونو کي هم نن يو ځل د ورته موضوع په اړه مظاهرې وسوې .