کور / تازه خبرونه / پر يوه افغان شک دئ چي د نبي عليه السلام کارتونونه يې جوړکړي

پر يوه افغان شک دئ چي د نبي عليه السلام کارتونونه يې جوړکړي

 


 د پيغمر ص د کارتون خپرولو د افغانانو کلک غبرګونونه را پارولئ دی همدا نن داسې يوه اوازه خپره شوې چې ددغه کاريکاتورونو جوړونکی د سميع حامد په نوم د طلوع تلويزيون مشاور دی چي په کابل کي اوسي . ويل کيږي چي نوموړي اروپا ته د رسيدلو په په موخه د خپل ډنمارکي ملګري په مرسته دغه کاريکاتورونه  ډنمارکۍ ورځپاڼي لېږلي وو . موږ د نوموړي د نظر اخستلو په اړه د نوموړي سره اړيکو هڅه وکړه خو بريالي نه سوو ، يوې بلي خبري سرچينې چي د نوم د اخستلو يې ډډه کوله وويل چي پر سمېع افغان دا شک نه سي ردولائ ځکه په دې وروستيو کي يې د ډنمارکيانو سره راشه درشه زياته سوې په داسي حال کي چي هيڅ ډول رسمي تعلقات  ورسره نه لري .


د ډنمارک له خوا تر اوسه د کاريکاتورونو خپرونکی نه دی ښودل سوی خو دا اعلان يې کړی چي د کاريکاتورونو خپروونکی يې هغوی ته د زيان  نه اوښتلو له امله په يوه پټ ځای کي ساتلی او چاته يې په اړه معلومات نه ورکوي .که چيري په سميع حامد باندي ددې خبري سند پيدا سي او يا نوموړی دا کړنه ومني نو دا به د عبدالرحمن غوندي يوه دوسيه وي چي لومړی يې د عيسوي کېدلو خبرونه خپاره کړه او وروسته په دې ډول ايټاليا ته ولېږدول سو او  اوس هلته اوسيږي .