په څرخي پله کي بيا اخوډب رامنځته سوی او بنديان تښتيدلي دي
کابل ښار دڅرخي پله دبدنام زندان څخه يوځل بيا څوتنو بنديانوپښې سپکې کړي اواوس مهال په زندان کې دننه دبنديانو اودساتونکيو ترمنځ اخ ډب راپورونه خپاره شول .
دکابل دپل چرخي زندان چې دښار په ختيځ کې پروت دي اودټينګو امنيتي تدابيرولاندي نيول شوي دي وخت ناوخت ترې دبنديانودتېښتې خبرونه ورکول کيږي .
دم ګړي ترې اوه تنه طالبان په تېښته بريالي شوي دي
دتښتيدليو بنديانو څخه يوتن يي دټليفون په کرښه وويل چې پنځه ملګري يي چې په پل چرخي کي بنديان وو آن هلمند ته رسيدلي دي
ددغه ډلي يوتن خلاص شوي بندي ملا مالک وايي چې څلوروملګرو سره تيره ورځ خوشي شوي دي اودزندان چارواکيو ته يي ١٢٠ زره امريکايي ډالره ورکړي دي .
ذبيح الله مجاهد هم مني چې ملګري يي خوشي شوي دي خوهغه ويل چې درې تنه يي چې دوه يي دهلمند اويويې دزابل اوسيدونکي وو رسيدلي دي اوپاتي کسان يي لاتراوسه خپلومينوته نه دي رسيدلي .
په زندان کې دننه دډزو اوازونه اوريدل شوي اوچارواکي مني چې بنديانودتېښتې هڅې کړي خو تښي نه دي
دزندان ريس جنرال عبدالسلام عصمت وايي چې بنديانو دپايوازانو په جامه کي دخلاصون هڅه تيره ورځ کړي وه خو بريالي شوي نه دي
خويوبل چارواکي دنوم دنه ښودلو په شرط وايي چې اوه واړه بنديان تښي دي اوددې په تړاو يي دلسو څخه زيات دزندان ساتونکي نيولي اوتحقيقات يي تري پيل کړي دي
دعدليې په وزارت کې يو لوړپوړي چارواکي هم دامني چي بنديان تښي دي خوهغه وايي چې په دې اړه ورته دقيق مالومات نه شته دي
دبنديانوپه نمايندګۍ ملا مالك وايي چې دده سره له پل چرخي نه دملامحمدداود ،ملاجان ،ملا خير محمد د تللي دي اوپاتې دوه کسان نور هم په لار دي تراوسه نه دي رارسيدلي .
دطالبانودامارت نه وروسته دحامد کرزي ترمشري لاندې حکومت دجوړيدو دپيل نه تراوسه داشپږ م ځل دي چې بنديان له زندان څخه دپيسو په واسطه په تېښته بريالي کيږي .