کور / شعر / سپرليه!

سپرليه!

خدای دې راولي په مونږ دخوښۍ کال بيا
چه نه جنګ وي،نه جګړه وي،نه جنجال بيا

ته سپرليه دلته ديرش کاله ،رانغلې
زمونږ واخله پس له ديرش کاله احوال بيا

دلته بيا له خوښۍ ډک، سپرليه راشه
چه ځوانان اوځوانی ګډزانګي په ټال بيا

دخوښيو زولۍ ډکه، مونږ ته راوړه
چه پرې مونږه خفه زړونه کړو، خوشال بيا

که راځې سپرليه، داسې سوله راوړه
چه راټول شي په خپل کور،ټول هيوادوال بيا

چه داوران،ويجاړوطن،بيرته ودان کړو
چه دسيالوسره کړو،ځانونه سيال بيا

دوحدت لاسونه بيا يو بل ته ور کړو
چه دښمن ته ورپه برخه کړو ،زوال بيا

چه ټول ګډ په وړاندې ولاړشو،ترمنزله
چه همت ته مو حيران شي،نړيوال بيا

دقيام دزړه ډير ستر ارمان دی ،خدايه
چه په برخه دافغان شي،استقلال بيا