کور / شعر / اې پښتونه

اې پښتونه

ای پښتــونه رابــیدارشه لــه غفلته
ســرراپــورته کړه دخوب له کسالته

نوی دوردی تعجب می ورته کـــــیږی
داوطن بــــه لکه نن داسی جــــــوړیږی
حق حــیران یمه چی خــوب وینم که خیال دی
پـــرگنی ســــــــره یـــــو کــــیږی قیل و قار دی
هغه سور باران داورچی پری تیر شوی
له هـــرلــــوری غلیمانوکی گــیر شــــوی
اوس همغه خاوره شته خـــــواورئی نه شته
ځمکه شــته دمهاجــر خـــوکـــورئی نه شته
هـــری خـــواته خــــــوشالی شوروخنداده
تـــیره شــــــوی هغه تـــیره کـــــــــــــــربلا ده
نن دپــــوهی اوتعلــیم خـــبری کـــــــــــــیږی
کــــــه افغان ولس قلــــــــم تــــــــه ودریـــږی
تانـــــه جارشــــمه ځـــــــماښـــکلی وطــــنه
ماتـــه ډیــــر ښکلی ښکاریـــږی لـــه خــتنه
په وار، وارپـــری شکـــــر وباسه ملــــــته
چی راخلاص شوی له خواری اوله ذلته

ای ( ســـــــیرته ) داوطن به لاله زارشی
که باغـــوان ئی اوس گلونوته تیارشی