دځوان شاعربشيراحمدبشارت په وياړغونډه جوړه سوه
په کندهارکي دافغان يونايټيداداري ښوونيزمرکزله خواد کندهاردځوان شاعرښاغلي بشيراحمدبشارت په وياړغونډه دهمدي تعليمي مرکزدغونډوپه تالارکي د ١٣٨٩هـ ش کال دحوت پر٢٤ مه دتعليمي مرکزدپرسونلوسربيره دکندهار فرهنګيانوپه ګدون جوړه سوه لمړئ دقرآن کريم څومبارک آيتونه تلاوت سوه وروسته ديادتعليمي مرکزمرستيال فريداحمد((فيض زاده)) ميلمنوته ښه راغلاست ووايه ورپسې دځوان شاعرعبدالله ((ستوري)) له خوادبشيراحمد ((بشارت)) ژوندليک واورول سواوددې سره دليکوالولکه: عبدالله ((ستورئ)) ګران اغا((الفتيار))،حاجي غلام نبي ((سعيد))، ثناؤالله((مخلص))،سيدآغا((وطنيار)) او…له خوادبشارت پرشعرليکل سوي مقالې يوپه بل پسي وړاندي کړې چي دبشارت دشعراوشاعرۍ بيلابيل اړخونه يې راسپړل اوروښانه ول وروسته ديادتعليمي مرکزمديرحاجي نوراحمد ((قرآنمل)) دمېلمنودراتګ څخه مننه وکړه اوويې ويل چي په راتلونکي کي هم ورته پلانونه لري چي ددغوښاغلو استاد حاجي حيات الله ((رفيقي))،استادحاجي فضل محمد ((پنهان)) اوعبدالله ((ستوري)) په وياړبه غونډي جوړه وي دغونډي په وروستيوکي بشيراحمد((بشارت)) دستاينليک ترڅنګ په نوروتحفوهم ووياړل سو.
يادمووي چي دې تعليمي مرکزپخواهم ورته فرهنګي کارونه ترسره کړي وه اوداهم ددې مرکزدفرهنګي لړۍ څخه يوه کړۍ وه .