کور / تازه خبرونه / پر مولانا فضل الرحمان ځانمرګى بريد وسو

پر مولانا فضل الرحمان ځانمرګى بريد وسو

د پاکستان د جمعيت العلماءالاسلام ډلي پر مشر مولانا فضل الرحمان باندي ځانمرګى بريد سوى، چي له امله يې د نوموړي موټر زيانمن سوى او ١٢ تنه پکښي مړه سوي دي.
دغه پېښه نن د پنجشنبې په ورځ د پښتونخوا ايالت د چارسدې په سيمه کي هغه مهال رامنځته سوې چي نوموړى يوې جلسې ته د وينا دپاره روان وو.
د چارسدې د پوليسو مشر رسنيو ته ويلي چي ځانمرګي د مولانا د موټرو په قافله کي ځان چاودلى چي له امله يې د څلورو پوليسو په ګډون ١٢ تنه مړه او ٢٩ نور ټپيان سوي دي.
په پېښه کي فضل الرحمان ته زيان نه دئ اوښتى، خو ځيني ملګري يې په مړيو کي شامل دي.
مولانا فضل الرحمان د پاکستان د جيو ټلوېزون ته په مرکه کي وويل چي له ده سره د پښتونخوا پخوانى وزيراعلى اکرم خان درانى او اعظم سواتى هم ملګري ول، چي يوه ته هم تاوان نه دئ رسېدلى.
مولانا وويل دى نه پوهېږي چي حمله د چا له خوا پر سوې ده، ځکه د هيچا له خوا دغسي ګواښ نه وو ورته سوى.
پر نوموړي باندي پرون د پښتونخوا په صوابي کي هم ځانمرګې حمله سوې وه، چي اووه تنه پکښي مړه سول.