کور / سياسي / قاتله ډله

قاتله ډله

kandahar@T-online.de
Skype: Yatimak
Facebook: Shir Khan Yahya


څو روځي دمخه د المان د شپیګل او اوس امریکايي رولنګ سټون مجلې په افغانستان کي د امریکایانو د جنګي جنایتونو ځینی خواشیني عکسونه  او یوه ویډیوخپاره کړه (۱). یوی ډلي امریکايي عسکرو ملکي افغانان د ساعتیري له پاره وژل او د دوی له مړو جسدونو سره يې عکسونه  اخستل او د بدن ټوټې به پرې کولې او له ځانه سره به يې د یادګار په توګه وړلې . څېړونو دا ثابته کړه چي د دوی نور پوځي انډیوالان او امرین هم ښه په خبر وه او داسي هم نه وه چي دادي د یوې قاتلي او فاسیدی ډلي کار  وي ځکه ددې عکسونو او ویډیو رسوا کېدل د امریکا د جنګ وزارت دې ته اړ کړ چي په خورا تلوار له نورو عسکرو څخه هم دې ته ورته عکسونه او ویډیو ګاني راټولي ګړي .(۲)
اوس پوښتنه داده چي دوی ولي دا کار کوي؟  دادوی د کمزوری او یا قدرت په مانا دی؟ او د هغه چاره په څه کي ده ؟
د « تروریزم سره جګړې » تر نامه لاندي د امریکایانو تمرګز پر اسلامي نړی باندي د فرانسوي شننونکي ایمانویل ټوډ په قول یو ډول « نمایشي میکرومیلیټاریزم » دی . ددوی تمرکز پر دغه دین باندي ، چي عمدتآ په یوه واحده جغرافیائي سیمه کي واقع سویدئ له درو لورو تشریح کېدای سي : یاني ایډیولوژیکي ، اقتصادي او نظامي . چي هر یو ئې په خپل وار د امریکا ضعف ښکاره کوي :
ــ په امریکا کي د یونیورسالیزم له منځه تلل ددې باعث سویدي چي دوي خپل انعطاف د مسلماني ښځي په مقابل کي له لاسه ورکړي ،


ــ  اقتصادي کمزوی دا سودا ور اچولې ده چي د اسلامي هیوادونو اومه مواد او په خاصه کړه ددوی تېل تر لاسه کړي ،


ــ د امریکایانو  د نظامي بې وسۍ په وجه دوی پر اسلامي هیوادونو باندي ځګه یرغل کوي چي  دا هیوادونه په پوځي لحاظ ډېر کمزوره دي .


 د امریکایانو نظامي ضعف د دوی د قواو په جوړښت او ددې هیواد په تاریخ کي نغښتې ده . ددوی په تاریخ کي داسي هیڅ وخت نه دي سوي چي دوي دي له ځانه سره برابر سیال سره و جنګیږي . دوي د سور پوستکو سره ښه په خرپ وجنګیدل چي نه ئې وسله درلوده او نه پوځي ښوونه او روزنه .پر ضعیفی مکزیکو ور دمخه سوه . پانامه ئې ښه وډبوله ، کیوبا ته لا تر اوسه غاښونه چیچي خو ایران او شمالي کوریا ته بیا هیڅ ایمان نلري . 


په دوهمه نړیواله جګړه کي د امریکا د تر حد زیات مالی او انساني توان سره سره ، دوی چندان و نه جنګېدل . د نورو اولسونو و نظامي ټولګیو او جلا وطنه حکومتونو ته ئې پیسې او وسلې ورکولې چي د دوی له پاره وجنګیږي .


دوی خپل دا کار په افغانستان کي هم تکرار کړ: په ۲۰۰۱ کال کي دوی پر افغانستان باندي د خپل غیرقانوني یرغل او ددغه هیواد د نظامي اشغال پر مهال د شورا نظار اجیرانو ته پیسې ، ماموریت او وسلې ورکړې چي ددوی له پاره وجنګیږي . انګلېسی نظامي تاریخ پوه ، لینډل هارټ ثابتوي چي په دوهمه نړیواله جګړه کي ، امریکائي قواوي خورا ورو ، بیروکراټي او بې اثره وې . او په ټولو هغو عملیاتو کي چي غیرت او قرباني ئې غوښته ځان ئې سپماوه او هغه مسولیتونه ئې نورو ته سپارل ، یاني فرانسویانو ، پولینډیانو او یا د اروپائي جلاوطنه حکومتونو و اراکینو ته .


په ځمکنی جګړه کي تر دوی بې غیرته عسکرپه ټوله نړی کي نسته ، جنرال مک ارتر هم دغه مشوره د امریکا د هغه وخت ولسمشر جان کینډي ته ورکړې وه چي هیڅکله خپل پیاده عسکر و اسیا ته مه لېږه ،  خو ددوی سمندري او هوائي قواوي په دنیا کي ساری نلري .دوی په کوریا کي یو څه وجنګېدل په ویټنام کي خو دي ئې بیخي ملا ماته سي . د عراق سره په جګړه کي دوی په حقیقت کي د خپلو درواغو سره وجنګېدل چي ددوی رسنیو مخکي له مخه د صدام حسین د خورا غښتلی پوځي ځواک په باب خپاره کړي وه . دا ښکاره خبره وه چي  عراق  د ایران سره تر یوې اوږدې جکړې وروسته ډېر کمزوری سوي وو او تقریبآ هیڅ هوائي ځواک او دافع هوا ئې نه لرله .


په افغانستان کي هم ددوی او ددوی له متحدینو د جګړې ګټل ممکن دي . لکه پورته چي مو وویل ددوی پوځیان په ځمګنیو جګړو کي د چا په خبره مځکه پرې کوي او ځان کاږي ، د افغانانو بلدتوب  په  خپله خاوره کي ، او د دوی اوچت مورال هغه د وسلو تفوق چي امریکایان ئۍ لري تقریبآ له منځه وړي او دواړه قواوي یو له بل سره برابروي او ددې له پاره چي ددوی هوائي تفوق له منځه ولاړ سی نو د یو څو دافع هوا وسلو اړتیا سته او بس .


د افغانانو یوه بله غټه برلاسي د امریکایانو په مقابل کي داده چي دوی پر دغه دیرش کلن ناورین سربیره هم له خپل اولسه څو سوه زره ځوانان د هیواد د خپلواکی له پاره غوښتای سي خو امریکا دا واک نلري .


زه په دې کي هیڅ شک نلرم چي افغان اولس به د څښتن عزوجل په مرسته امریکا هم د شوري او برتاني و څنګ ته ښخه کړي خو په دې شرط چي که ددوی له پښو څخه د ایخوان المسلمین او طالب په نامه امریکايي ــ انګلیسي زولنې ووزي : د هیواد د خپلواکی راز په یوه ملي ــ اسلامي غورځنګ کي نغښتی دی او نه په یوه ایډیولوژیک حرکت کي . 


۱ ـ زما په فیس بوک کي دغه ویډیوګانی او د هغه سره یوځاي ددغو سپېڅلو شهیدانو عګسونه او ورسره راپورونه لیدلای سئ .


۲ ــ اوس چي زه دغه ټکي لیکم نو د شیطاني محور د اصلي او همېشنی غړي انګلیس  درواغجنه او فاسده راډیو ، بي بي سي،  چي له بده مرغه هر ځای راسره ده ، په افغانانو کي د انګلیس او امریکایانو دغه راز جنایاتو ته پرتوګ میندي او د هغه له پاره مثبت ذهنیت پیدا کوي او له هغه څخه یوه عادي تجارتي معامله جوړوي او وایي چي د انګلیس حکومت د هر مړه افغان په بدل کي د هغه و کورنۍ ته پنځه سوه پونډه ورکوي . که د بشر و مقام ته تر سپکاوي او دې ته ورته خبرو تیر سو او د بي بي سي او انګلیس او امریکا له حکومتونو پوښتنه وکړو چي د دوی د منطق سره سم ګه افغانان هم ددوی خبره وکړي او ووايي چي د هر مړه انکلیس او امریکایي عسکر په بدل کي موږ هم پنځه سوه پونډه د هغو و کورنیو ته ورکوو او ادعا کوو چي موږ دا کسان په تېروتنه کي وژلي نو موږ به هم سپین بازان کرځو او څوک به څه نه را ته وايي ، که څنکه ؟