کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / تازه خبري( عصرخودرابنګر)

تازه خبري( عصرخودرابنګر)

 د www.JahaniOnline.com څخه په مننه


  په دې تازه شپو ورځو کی  می د ځوان لیکوال او ژورنالیسټ  ایمل خان فیضي هغه مضمون  ولووست چی د علامه اقبال  د یوه شعر په استناد یی  لیکلی وو. ایمل خان په  دې  مضمون کی  هیواداولو ته د  علامه اقبال له قوله د فرنګیانو  د فتنو او افسون په باب  خبرداری ورکړی وو او په افغانستان  کی یی د ناټو د دایمی پوځی  اډو له درکه اندیښنه ښودلې  وه. محترم ولی احمد نوري د  ایمل خان مضمون ځګه په قار  کړی وو چی په دغه اړه یی  د ښاغلي نوري صاحب نظر ته اشاره کړې وه او ګواکي هغه یی رد کړی وو.


    ښاغلی  نوري صاحب په خپل مضمون کی  سوال کوي چی د فرنګیانو کوم  حکمت کوم قوم بیچاره کړی  دی. زما په عقیده دا د غیر  فرنګیانو خپله بې حکمتي ده  چی هغوی یی خوار او ذلیل کړي دي.


         په دې کی هیڅ شک نسته چی  د هند د نیمی قارې، مرکزي  اسیا او منځنی ختیځ خلک بې  سواده، وروسته پاته، په خپلو  کی په جګړو لګیا او ناپوه  خلک وه او دي. مګر نو دا  د دې معنی لري چی پر مخ  تللیو هیوادونو او فرنګیانو  ته د دوی مال حلال دی او  چی څه یی له لاسه کیږی  هغه به ورسره کوي. داځکه چی  دوی بې حکمته دي او چی  څوک بې حکمته وي نو هغه  ګواکي واجب القتل او مباح  الدم دی؟


       تاسي سوال کوی چی د فرنګیانو  کوم حکمت کوم قوم بیچاره  کړی دی. د نورو قومونو او  هیوادونو په باره کی بحث  د یوې لنډی مقالې ترحوصلې  وتلی دی. افغانستان ته به یو ځغلند نظر وکړو. د برټانوي هند حکومت د شاه زمان په وخت کی د ایران دربار ته خپل استازی سرجان مالکم وا نه ستاوه او هغه ته یی وظیفه ورنه کړه چی د ایران پاچا پر افغانستان باندي حملې کولو او په هغه هیواد کی د ستونزو ایجادولو ته تحریک کړي؟ د برتانیی پیسو او وعدو خپل اثر وکړ او د ایران پاچا فتحلی شاه قاجار د برټانوي هند حکومت ته ولیکل چی په افغانستان کی می د زمان شاه لپاره دومره ستونزي پیدا کړي دي چی تر ډیره وخته پوري به پر هند باندی حملې کولو ته فرصت پیدا نه کړي.


       تاسي ښایی ووایاست چی دا  ګناه خو د زمان شاه ده. هغه  څه ضرورت درلود چی پر برټانوي  هند باندي یی حملې کولې. کرار به په خپل پایتخت کی کښینستلی وای. چی ده جنګ کاوه نو د فرنګي لاسونه خو هم چا تړلي نه وه. که تاسی ریشتیا هم دغه اعتراض ولری نو هغه ډیر پرځای دی. خو د زمان شاه له سقوط او د هغه له ړندیدلو، او په تیره بیا د شاه شجاع له پرزیدلو او د دوهم ځل لپاره د عیاش شاه محمود د پاچا کیدلو ، څخه وروسته خو افغانستان بیا ترنن تاریخ پوري دونه زور نه دی پیدا کړی چی د هند پر خاوره باندي د حملې کولو زړه دي وکړي. فرنګیانو له هغې نیټې څخه وروسته بیا کله له دسیسو څخه لاس واخیست؟


          تاسي د فرنګي پر افسون او  شیطانت باندی منکر یاست او  وایاست چی دا زموږ خپله بې  حکمتي وه چی موږ یی داسي  خوار او ذلیل کړي یو. نو تاسي  خو پر افغانستان باندي د  فرنګیانو د لومړي یرغل د  تاریخ پاڼی واړوی. امیر دوست  محمدخان په کابل کی د هند  د ګورنر جنرال استازي الکزانډر  برنس ته څومره عذر وکړ. هغه  د برټانوي هند حکومت ته ټول امتیازات ورکول. حتی پخپله الکزانډربرنس هم مکناټن ته ولیکل چی د خلع سوي شاه شجاع پر ځای به د دوست محمد خان ملاتړ زموږ په ګټه وي. مګر فرنګیانو د افغانستان د اشغال فیصله کړې وه. هغوی باید د کابل تخت، د خپل نوکر، شاه شجاع لپاره نیولی وای. په نتیجه کی هغه څه پیښ سول چی باید پیښ سوي وای. د فرنګیانو حکمت کار ورنه کړ او په نتیجه کی بیرته امیردوست محمد خان، د خپلي ټولي بې حکمتی سره،قدرت ته ورسیدی.


     د امیردوست محمد خان زوی، امیرشیرعلی خان، څه بې حکمتي کړې وه چی فرنګیانو پر افغانستان باندي د دوهم ځل یرغل کولو فیصله وکړه. تاسي ولیده چی بیا یی هم د دغه بې حکمته اولس د ایمان او ارادې په مقابل کی ماته وخوړه، خو له خپلو دسیسو او شیطانت څخه یی لاس وانه خیست او لا یی هم نه دی اخیستی.


          زه نوري صاحب ته چیلینج ورکوم  چي په ټولي نړی کی د ډیورنډ  د کرښي په څیر ظالمانه پوله  راته وښيي، چی هیڅ ډول طبیعی،  قومي، نژادي او مذهبی اساس  دي ونه لري، او یوازي د  برټانیی د حکومت په خوښه  او توره کش سوی وي. په دې  کرښه کی د پولي د دواړو  غاړو د اوسیدونکو پښتنو څه  بې حکمتي وه چی د پلار  او نیکه کور او ګور یی  پر دوو برخو وویشل سو. له هغوی څخه چا پوښتنه وکړه؟ د هغوی اراده او رایه چا وغوښته چی موږ د هغوی پر حکمت او بې حکمتی باندی قضاوت وکړو. که دوی د ډیورنډ د کرښی کشول، د پاکستان جوړیدل، په دومره غیر طبیعی شکل د غربي او شرقي پاکستان منځته راوړل ټول د فرنګي افسون نه بولي نو زما سره هم هیڅ دلایل نسته.


           د نوري صاحب مطلب خو به دا نه وي چی د ډیورنډ د کرښي په کشولو کی د فرنګي بیچاره څه ګناه وه. هغوی خو د ډیرو لیري ملکونو څخه د سیر او سیاحت لپاره راغلي وه. پښتنو هسی د خپل کور د ویشلو مسولیت ور ترغاړي کړ. نوري صاحب ته باید دا معلومه وي چی د ډیورنډ د کرښي د کشیدلو په وخت کی د افغانستان پاچا امیرعبدالرحمن خان وو، چی د افغانستان د تاریخ یو له تر ټولو هوښیارو پاچاهانو څخه وو. له هغه سره حکمت وو. هغه هوښیاروو، او تاج التواریخ د هغه د هوښیاری تر ټولو ښه ثبوت دی. هغه لږترلږه دیارلس کاله د ډیورنډ د تړون لاسلیک کیدل وځنډول. خو فرنګي فیصله کړې وه او د امیر سره د هغوی د فیصلو د ګرځولو زور نه وو. د پولي د دواړو غاړو د پښتنو د بدبخته کیدلو او کور خرابیدلو یو له تر ټولو لویو علتونو څخه د ډیورنډ کرښه ده او عامل یی د فرنګي افسون او زور او په مقابل کی د پښتنو بیچارګي او بې وسي ده. موږ لا څرنګه دا سوال کوو چی د فرنګي کوم حکمت کوم قوم بیچاره کړی دی. بل به کوم کار، اقدام او فیصله وای چی پښتنو ته یی دومره تاریخی او حتی ابدي تاوان رسولی وای.


          نوري صاحب وایی دا د کمونیسټانو  تبلیغات دي چی امریکا امپریالیزم  جهانخوار بولي او شوروي او  چین د نړی د ټولو خلکو  ملاتړي بولي. ښه ! د کمونیسټانو دي کور خراب سي، په ژوند کی یی د چا ښه کارته ښه نه دي ویلي. راسی چی خپل د کور خبره سره سپینه کړو. د افغانستان دغه اوسنی نظام د بن له جرګې څخه پیل سوی دی. د بن په هغه جرګه کی، چی د نړی تر ټولو لویو ډیموکراسیو برخه اخیستې وه، چا د افغانانو اراده او رایه وپوښتله. ښایی څوک ووایی چی ته هم بلا کوې. په هغه عاجلو شرایطو کی د خلکو اراده چا معلومه کړې وای او له چا څخه به یی رایه اخیستې وای. دا اعتراض ریشتیا هم پر ځای دی. خو سوال دا دی چی د نړۍ دې تر ټولو لویو ډیموکراسیو او د عدالت، انصاف او بشری حقوقو فرشتو د افغانستان د مظلومو اولسونو واک څرنګه آزمییل سویو غلو، جنایتکارانو او قاتلانوته وسپاره. او تر نن ورځي پوري یی کوم قاتل او جنایتکار له قدرته لیری کړی دی؟ داد حق او عدالت فرشتې په دې نه پوهیږی چی د هیواد ابادول د غلو، قاتلانو او قاچاقبرانو کار نه دی. دا خو ټولو ته معلومه ده چی تر څو پوري دا قاتلان او جنګ سالاران پر قدرت وي د افغانستان خلک به د نیکمرغی مخه ونه ویني. امنیت به خراب  وي، عدالت به نه وي او ثبات به د خوب او خیال خبري وي. اوس نو سړی پوښتنه وکړي چی په دې کی د افغانستان د خلکو بې حکمتي په کوم ځای کی ده، چی پر دوی باندي یی دغه توري تیارې راوستلي دي.


        دا هغه جنایتکاران او تباه  کاران دي چی په افغانستان  کی یی د کمونیسټانو له سقوط  څخه وروسته د افغانستان پر  ټولو ښارونوو کلیو او بانډو،  په تیره بیا کابل باندی هغه  حالات راوستل چی افغانستان په خوب کی نه وه لیدلي. او دا هغه تباه کاران دي چی د شوروی د سروپوځونو سره یی د لویدیځو ډیموکراسیو په پیسو او وسلو خلک وجنګول( پخپله جنګ ته نه دي تللي) د عدالت او ډیموکراسی د فرشتو استخباراتی ادارو ته دا ټول کسان معلوم وه. له طالبانو څخه تر تښتیدلو وروسته یی تر وزر لاندي وساتل او د بن د جرګې څخه وروسته یی پر خپلو وزرونو افغانستان ته ورسول او د هغه هیواد پر مظلومو اولسونو یی یو ځل بیا دا بلا نازله کړه. که نوري صاحب د افغانستان د خلکو دغي بې وسی ته بې حکمتي وایی نو زه خپلی خبري بیرته اخلم او کنه نو په دې تباهي کی د افغانستان د خلکو بې حکمتي له سره طرح نه ده.


          تاسي د افغانستان خلکو ته  سم حکومت ورکړی او بیا وګوری  چی دا بې حکمته خلک څرنګه  د خپلو ګټو او نوامیسو څخه  دفاع کوي. د سم حکومت او وطن پالونکو او صالح مشرانو د ټاکلو واک هم ، د علامه اقبال په اصطلاح، د فرنګي افسون او شیطانتونو ورڅخه اخیستی دی. که څه هم چی ناټو، لکه څرنګه چی یی افغانستان ته د قواوو د لیږلو په وخت کی له افغانانو سره سلا نه وه کړې د خپلو قواوو د ایستلو او یا د تل لپاره د پاته کیدلو په باره کی به هم سلا ورسره ونه کړي. خو زه، د یوه افغان په حیث، په اوسنیو شرایطو کی له افغانستان څخه د ناټو د قواوو د وتلو سره مخالف یم او په دې عقیده یم چی د هغوی له وتلو سره به په وطن کی د وینو ویالې وبهیږی. مګر دا نه سم منلای چی افغانان د خپلو وږو او غرضي ګاونډیانو څخه خپله خاوره نه سي ساتلای او ځکه نو د ناټو دایمی اډو ته د تل لپاره اړتیا ده.  ناټو خپلي قواوي پرون افغانستان ته نه دي لیږلي. په دې هیواد کی یی لس کاله تیر کړي دي. په دې لسو کالو کی د افغانستان د قومونو ترمنځ بې اتفاقي او بدبینی تر بل هر وخت زیاته سوې، بې ثباتي ورځ تر بلي ډیره سوې، اداري فساد اوج ته رسیدلی دی او که لس کلونه نور هم پاته سي او په داخل کی همدغي پالیسی ته دوام ورکړي نو د افغانستان نیکمرغي او سمسورتیا به یوازي د خوب او خیال خبري وي. او تر څو پوری چی لویدیځ هیوادونه د افغانستان په برخه کی په خپلو پالیسیو کی تغیر رانه ولي(د لسو کالو تجربو وښودله چی نه یی راولي) نو د دوی حکمت او زموږ بې حکمتي به همداسي روانه وي.


         زه محترم نوری صاحب د یوه وطن پالونکي او دانشمند افغان په حیث پیژنم او له هغه څخه می هیله دا ده چی د ټولو بدمرغیو مسولیت د افغانانو پر اوږو وانه چوي. افغانان د خپلو زورورو ګاونډیانو او ډیرو لویو قدرتونو د دسیسو ښکار سوي دي . دا دسیسې لا ختمي سوي نه دي او لا هم دوام لري.