یو بل امریکایی عسکر هم ووژل سو

ډاکټر نثار احمد صمد | مارچ 31st, 2011


د امریکا ( ۸ ـ نیوز ) خبری شبکه لیکی چی یو امریکایی پوځی په افغانستان کی ووژل سو خو د مقتول خپلوانو ته دا معلومه نه ده چی هغه کله او چیری او څنګه ووژل سو .
په دې سره د روان کال په درو میاشتو کی د امریکایی پوځیانو تلفات ۷۴ ته ورسېدل چی ۲۹ یې په مارچ کی وژل سوي دي .
د یو بل خبر له مخی چی پنتاګون لږ شېبه مخکی ورکړ ، وړمه ورځ طالبانو په کونړ ولایت کی درې امریکایی پوځیان د مخامخ جګړې پر مهال ووژل ( د دغو پوځیانو د وژل کېدو خبر مخکی د بهرنیو پوځیانو په نوم ورکول سوی و خو اوس پنتاګون هغوی امریکایان وبلل ) .

«

Copyright Larawbar 2007-2024