کور / شعر / سپرلیه!

سپرلیه!

ښکلیه سپرلیه تاکې څه پراته دي
چې د دردمنو زړو ټکور ښکاریږي

ته د ګلو نړۍ ته ژوند وربښې
ته د شبنم څاڅکو ته مینه راوړې
پستې وږمې د سباوون لرې ته
تاسره مینه او صفا نڅیږي
سپرلیه!
ته خو رنګونو ته خوندونه راوړې
ته د ښایست شینکۍ لمنې باندې
سورکي پاولي شرنګوې
ستا د ښکلاوو ناوکۍ په مینه
په اسمانونو کې څرخونه وهي
ستا د شبنم هره رڼه څاڅکی نن
مخ د ګلپاڼو ښکلوي په غیږکې
او ورته مینه بښې!
سپرلیه!
نن مې په مخ ستا دسهار سیلۍ بیا
خپلی وریښمینې څڼې تیرې کړلې
او زما خوار او بې وطنه روح یې
څومره په مینه مینه ونازاوه
ماته یې راوړل دوطن یادونه
ماته یې جوړه کړه فضا د وطن
ماته یې رواړل کشمالي ګلونه
زما دخیال ماڼۍ یې ښکلې کړلې
څومره یې ښکلی جنتي موسمه
ستا هرکلی به تل مدام کومه!
تا خو د زړونو دعا واخیستله!
تل مو په زړونو کې میلمه پاتي شي!