کور / شعر / قـــلا او بــلا

قـــلا او بــلا

څوک چې ژوند کوي په خوښه دبل چا
بې مفهومه به ژوندون کړي په دنيا
دقــــــاعدې او له قــــــــالب نه بهر خـــــلک
له ديــــــن پرته به جــــــــوړ نه شي په دوا
که مالک دعرش هروخت کښې يادوي څوک
په هېڅ ځاى کښې به يې نه کاندي رســوا
مرګ نه وروسته که ديــــدار درب کوي څوک
نه به غواړي په يو بام کښې دوه هــــــــــوا
دجنت حـــــــــورو خپل مــــــــهر دى ټاکلى
تــوره شپه کښې دقيــــــــــــــــام سره ژړا
حفـاظت دځان او مال په کښې راټول شي
که شي ژپــــــــه د بـــــــلا پر ځاى قــــــلا
الله پــــــاک په دوه خويـــــــونوخوښحاليږي
شجاعت سره ترڅنـــــــــــګه په ســــــــخا
برندې سترګې به هر وخت په ځمکه ګرځي
که يې ځان بانــــــــــــدې لازمه کړه رېښتيا
دنفرت نقـــــــــــــاب يې مخ بــاندې نښلي
د اخــــــــــلاص سره که وکــړه چا جــــــفا
هره ورځ د تـــــجارت يو لــــوى بــــــازار دى
صفا نيت کښې ښه منزل شته په وفــــــا
دمـــــــغرور سره دوستي حــقوقـي نه کـا
که يې نــــــقده وي سودا يا په وړيـــــــــا