پوليسوپه كندهاركې وسله وال غله لاس په لاس ونيول

حاجی پوپل | مارچ 6th, 2008



دڅلورمي امنيتي حوزي پوليسودوتنه وسله وال غله له وسلوسره يوځاي نيولي دي
پوليس وايې چې نيول سويوكسانودوسلي په زور له يوتن ښاري څخه يوه عراده موټرسائيكل اخيستي


دكندهاردڅلورمي امنيتي حوزي مشردوهم څارن ولي جان سرحدي لراوبرته وويل چې نيول سويوكسان وپه خپل جرم اعتراف كړي اودوى دقانون منګولوته سپارلي دي .


تردي دوې ورځي وړاندي ددامان والسوالۍ پوليسوهم ديوي ډلي وسله والوغلوله ډلې څخه دوه تنه غله له وسلوسره يوځاي نيولي و


دولسي خلګوپه باروركه پوليس دغه ډول لاس ته راوړني ولري نوډيرژربه دغلاوواوشوكومخه ونيول سي .


 

Copyright Larawbar 2007-2024