کور / تازه خبرونه / ځانمرګي بريدونه اوبمي چاودنې وغندل شوې

ځانمرګي بريدونه اوبمي چاودنې وغندل شوې

په هغه غونډه كې چې نن دكب مياشتې په شپاړسمه نېټه دخوست ولايت په ميلمستون ودانۍ كې جوړه شوې وه پدې ولايت كې وروستي ځانمرګي بريدونه اوبمي چاودنې وغندل شوې .
پدې غونډه كې دخوست والي ارسلاجمال اولوړپوړيوپوځي چارواكيوپه ګډون په لسګونوعلماكرامو،قومي مشرانو،سپين ږيرواوعاموخلكوګډون كړى ؤ.
دعظيم الشان قران دڅومباركواياتونوله تلاوت وروسته دسولې شورا رئيس مولوي نصرالله قاسمي ويناوكړه او ويې ويل : په اسلام كې هرهغه عمل چې دانسان دځؤرولواوتكليف سبب كيږي منع دى ،كه هغه لوى وي اوكه كوچنۍ وي اوهمدارازنوموړي داسلام له نظره ځانمرګي بريدونه اوبمي چاودنې يو غيرانساني اوغير اسلامي عمل وبالۀ .
بياقومي مشررسول محمدتڼي خبرې وكړې او ويې ويل چې داسلام په مبارك دين كې ترهغې چې په يو چادمحكمې له لوري دمرګ حكم صادرشوى نه وي هېڅوك دچاژوندنشي اخيستى اونه هم چاته زيان اوتكليف رسولاى شي .
ورپسې دملي پيوستون شورمشرغازي نوازتڼي ،امنيه قوماندان جنرال محمدايوب ،مولوى محمد سردارځدراڼ ،دولايتي شورامرستيال ډاكترګل جميل حسيني ،ولسوال دولت خان قيومي ،فيض الرحمان مسلم ،قومي مشرحكيم ولي ،اوقومي مشرميربازخان دموضوع په اړه خبرې وكړې .
دوى ټولوپخپلووارسره ځانمرګي بريدونه ،بمي چاودنې اودېته ورته عملونه وغندل اودايې داسلام له اصولوڅخه يوه ليرې كړنه وبلله  .
دغونډې ترپاى ته رسيدو وروسته داستقلال هغه منار چې دخوست ولايت دميلمستون ودانۍ ترڅنګ جوړشوى دخوست والي لخوادپټۍ په پرې كولوسره پرانستل شو.