کور / تازه خبرونه / ANP دپښتونخوا دکابينې لپاره د وزيرانو اومحکمو اعلان وکړ

ANP دپښتونخوا دکابينې لپاره د وزيرانو اومحکمو اعلان وکړ

 عوامي نېشنل ګوند د پښتونخوا ( صوبه سرحد) د کابينې لپاره د وزيرانو د نومونو او محکمو اعلان وکړ ، د ګوند د غونډه د ايالتي مشر افراسياب خټک په مشري کښې په اسلام اباد کښې وشوه ، په غونډه کښې د وزيرانو نومونه په دغه ډول اعلان شول ، د اعلان شوو نومونو تر مخه بشير احمد بلور ستر وزير او بلديات ارباب ايوب جان ته د زراعت وزارت ، ميا افتخار حسين ته د تعليم وزارت ، واجد علي د ځنګلونو ، ايوب اشاړي ته ساينس او ټيکنالوجى ، سيد عاقل شاه لوبي او ثقافت ، حاجى زر شيد خان ته د زکوات ، برسټر ارشد عبدالله ته د قانون او پارليماني چارو وزارت ، سردار حسين بابک ته د اطلاعاتو ميا نثار ګل ته د محبسونو ، نيمروز خان خانخيل ته د حج اوقافو او يوه ښځينه غړې ستار و عمران ته د ټولنيزې خير ښېګړې وزارت به ورکړل شي ، د عوامي نېشنل ګوند کميټۍ د مرستيال سپيکر لپاره د خوشدل خان نوم غوره کړ.