کور / تازه خبرونه / سنګين: 10 ځانمرګي واسکټونه او 2500KG مخدره مواد ونيول سول

سنګين: 10 ځانمرګي واسکټونه او 2500KG مخدره مواد ونيول سول

د هلمند چارواکي وايي  چي لس ځانمرګي واسکټونه او دوه نيم زره کيلو ګرامه نشه يي توکي يې د هلمند ولايت له دوو جلا جلا زېرمو څخه ترلاسه کړي او نشه يي توکي يې سوځلي دي . د ۲۰۵ لمبر اتل قول اردو د دريمي لوا قومندان جنرال محی الدين خان غوري خبريالانو ته وويل چي دغه زيرمي د ملي اردو د ځواکونو له کشف سوي چي ددولت په مخالفينو پوري يې اړه درلوده .