کور / تازه خبرونه / مسلم ليګ ق په سهيلي پښتونخوا کي د ګډحکومت هڅي کوي

مسلم ليګ ق په سهيلي پښتونخوا کي د ګډحکومت هڅي کوي

 د مسلم ليګ ( ق ) مشر چودري شجاعت حسين ويلي دي هيله من يو چې په بلوچستان کښې د يو ګډ حکومت په جوړولو باندې بريالي شو ، په کويټه کښې د خبريالانو سره د خبرو اترو په مهال چوهدري شجاعت حسين په ډاګه کړه چې په ګوند کښې هېڅ راز شخړه نشته ، ټول يو دي ، دۀ زياته کړه چې په بلوچستان کښې ټولو ګوندونو ته په حکومت برخه اخيستل پکار دى.


 بله خوا د مذهبي ګوندونو اتحاد ايم ايم اے بېرته فعاله کوونکې د جمعيت علماء اسلام پلاوي په لاهور کښې د جماعت اسلامي د امير قاضي حسين احمد سره وکتل ، پدغه وخت قاضي حسين احمد وويل چې د عدليې د فعاله کولو لپاره د نورو ګوندونو سره په رابطه کښې اوسم ، نوموړي د ايم ايم اے پر يووالي هم ټينګار وکړ ، قاضي حسين احمد له ولس مشر پروېز مشرف څخه د استعفا ورکولو غوښتنه وکړه او زياته يې کړه چې د ولس لخوا ټاکل شوى حکومت په ضد به هيڅ ډول احتجاج ونکړل شي.