کور / تازه خبرونه / د پاکستاني امنيتي ځواکونو کمپ په توغندۍ وويشتل سو

د پاکستاني امنيتي ځواکونو کمپ په توغندۍ وويشتل سو

 د بلوچستان د ډېره بګټي په سيمه کښې د امنيتي ځواکونو پر پوځي کمپ باندې درې توغندي ويشتل شوى دى ، چې مرګ ژوبله يې نده اړولى ، د باخبرو راپورونو له مخې نامعلومه وسله والو ډلو د ډېره بګټي له غرونو څخه په لوټى کښې د امنيتي ځواکونو پر کمپ باندې درې توغندى توغولى چې د سر زيان يې ندى رسولى ، خو کمپ په بشپړه توګه سوځيدلى ، د پېښې نه وروسته امنيتي ځواکونو دغه سيمه په خپله ولقه کښې واخيسته او لټون يې پيل کړى دى.