کور / تازه خبرونه / پاکستاني چارواکي ديوه ځانمرګي د پلار د نيولو ادعاکوي

پاکستاني چارواکي ديوه ځانمرګي د پلار د نيولو ادعاکوي

په سوات کښې د امنيتي ځواکونو پر قافله باندې ځانمرګي بريد تر سره کوونکي يونس پلار او ملګرۍ ونيول شو، په باما خيله کښې څلور تنه وسله وال ونيول شول او وسله ورڅخه تر لاسه شوې ده ،چارواکي وايي چي  ځانمرګى بريد کوونکي يونس د جولايي پر پنځلسمه نيټه د مټې په سيمه کښې پر امنيتي سرتېرو بريد کړى وو ، ددغه بريد په بدل کښې د يونس پلار سلمان ته مولانا فضل الله اته لکه کالدارې ورکړې وه، د شخصي ټلويزون تر مخه د کانجو پوليسو د يونس پلار سلمان او ملګرۍ لقمان نيولي دي ، ملزمان د پلټنو لپاره ناڅرګند ځاۍ ته لېږدول شوى دى ، ويل کېږي چې له دوى څخه په ځانمرګى بريدونو کښې ورڅخه استفاده کوونکي دوه موټران هم نيول شوى دى .