کور / تازه خبرونه / سهيلي پښتونخوا:دامنيتي ځواکونو موټر مين والوزاوه

سهيلي پښتونخوا:دامنيتي ځواکونو موټر مين والوزاوه

بلوچستان ( سهيلي پښتونخوا) کښې د امنيتي ځواکونو موټر په ماين والوزول شو چې له امله يې يو تن سرتېرۍ مړ او څلور ژوپل شول ، د راپورونو تر مخه د امنيتي سرتېرو موټر د جعفر آباد او سويي تر منځ د اوچ ګيس فيلډ څخه  صحبت پور   ته روان وه چې ناڅاپه پر ماين برابر سو ، په چاودنه کښې موټر په بشپړه توګه تباه شوى دى ، په پېښه کښې ژوبل سرتېري د ډېره الله يار روغتون ته ولېږدول شول چې د هغه پس کويټې ته واستول شول.