کور / تازه خبرونه / اسلام اباد:دپيپلزپارټۍ پارلماني غونډه وسوه

اسلام اباد:دپيپلزپارټۍ پارلماني غونډه وسوه

په اسلام آباد کښې د پيپلز ګوند پارليماني غونډه وشوه ، په غونډه کښې د پيپلز ګوند غړي د وزير اعظم څوکۍ ته کانديد ټاکلو کښې بريالي نشول ، د پيپلز ګوند مخکښ نبيل ګبول د غونډې وروسته رسنيو ته وويل چې د وزير اعظم څوکۍ ته د کانديد په حقله تر اوسه پرېکړه نده شوې ، نوموړي زياته کړه چې د دوو ورځو کښې دننه به د وزير اعظم څوکۍ ته کانديد وټاکل شي ، ولس مشر مشرف تر اوسه پورې د پارليمان غونډه نده راغوښتې او کېدې شي چې په روانو څلورويشت ساعتونو کښې د قامي اسمبلۍ غونډه راوغوښتل شي.