کور / تازه خبرونه / مولانافضل الرحمن:د پيپلز ګوند سره په خبرو کي پرمختګ سوی دی

مولانافضل الرحمن:د پيپلز ګوند سره په خبرو کي پرمختګ سوی دی

 د جمعيت علماى اسلام مشر مولانا فضل الرحمان ويلي دي چې په مرکز او بلوچستان کښې يې د ګډو حکومتونو د جوړولو پخاطر د پيپلز پارټۍ او مسلم ليګ ( ن ) سره په خبرو کښې پرمختګ کړى دى ، مولانا فضل الرحمان د جمعيت علماى اسلام د رابطه کميټى له غونډې وروسته په اسلام آباد کښې يو مطبوعاتي کنفرانس ته په وينا کښې ويلي دي چې د آصف علي زرداري او مسلم ليګ ( ن ) له مشرانو دا خبرې خورا ګټورى او اغيزمنى وي ، مولانا فضل الرحمان وويل چې د چوهدري شجاعت حسين سره يې تر اوسه هېڅ خبرې ندى کړى خو د پيپلز پارټۍ او  ( ن ) ليګ سره خبرې روان ى دى ، د يوې پوښتنې په ځواب کښې مولانا فضل الرحمان وويل چې د صوبه سرحد د نوم بدلولو د وړانديز ننګه او ملاتړ کوم.