کور / z_buitenland_news -- 5 / په اسلام اباد او حيدراباد کي دډنمارک پر ضد مظاهرې وسوې

په اسلام اباد او حيدراباد کي دډنمارک پر ضد مظاهرې وسوې

د ډنمارکي ورځپاڼو د سپکو او شيطاني خاکو د خپرولو پر خلاف په اسلام آباد او حيدر آباد کښې د کرکې او غصې نه ډک لاريونونه تر سره شول ، د تحفظ ناموس رسالت د لاريون برخه والو د مرکزى اردو يونيورسټى څخه تر ابپاره چوک پورې لاريون وکړ، راپاريدلو مظاهره چيانو د ډنمارک ، امريکى او اسراييلو خلاف نارې وهلي ، دوى د پاکستان له حکومت څخه په کلکه وغوښتل چې له ډنمارک سره خپلې سفارتي او ديپلوماټيک اړيکې وشلوى ، دغه راز دوى د نړۍ له ټولو اسلامي هېوادونو څخه ټينګه غوښتنه وکړه چې د دغو شيطاني او کفرى خاکو د چاپولو پر خلاف مضبوط او ګډ دريځ غوره کړي.