کور / z_buitenland_news -- 5 / نوازشريف:دمسلم ليګ ق د راژوندي کولو هڅي به بريالۍ نه سي

نوازشريف:دمسلم ليګ ق د راژوندي کولو هڅي به بريالۍ نه سي

 د پاکستان مسلم ليګ ( ن ) مشر نواز شريف پروېز مشرف ته وړانديز کړى دى چې د ولس غوښتنه منلو سره خپله څوکۍ پرېږدي ، په لاهور کښې د ګوند غړو ته د وينا پر مهال نوموړي وويل چې د ولس د پرېکړې وروسته اوس څوک نشي کولې چې د آئين ، جمهوريت او د عدلې د بحالۍ لاره ونيسي ، د پروېز مشرف ملګري د ولس لخوا په بې سارى توګه له ماتې سره مخامخ شول ، مسلم ليګ ( ق ) بېرته را ژوندى کولو هڅې به هيڅکله بريالۍ نشي ، نواز شريف پر ولس مشر پروېز مشرف غږ کړى دى چې نور د ولس مشرۍ څوکۍ څخه لاس په سر شي.


دا غونډه په داسي حال کي وسوه چي  په ټول هېواد کښې وکيلانو د عدالتونو څخه بايکاټ وکړ او د سترې محکمې د ګوښه کړل شوى رئيس په حق کښې يې لاريونونه وکړل ، د وکلانو تر ټوله ستر لاريون په پېنډۍ کښې وشو او ودغه لاريون ته د سترې محکمې د وکيلانو د اتحاديې مشر چودري اعتزاز حسن وينا وکړه ، اعتزاز حسن لاريون کوونکو ته په خپله وينا کښې وويل چې مشرف پر دريم نومبر په هېواد کښې بيړني حالات اعلانو سره د شپاړس کروړه ولس سره سره د عدليې د خپلواکي تر پښو لاندې کړل شوه ، اعتزاز حسن تور ولګولۍ چې مشرف لوى جرم کړى دى او ددغه جرم ذمه واره پروېز مشرف ، پخوانۍ وزير اعظم شوکت عزيز ، نګران وزير اعظم محمد ميا سومرو او د کورنيو چارو او سکتر شامل دى.