کور / طنز / بل کار

بل کار

طنز:
یو پوه ډاکټر له بهر نه کابل ته راستون او د بریښنا وزارت ته د کارلپاره  ورغلی
او وزیر ته يې  په ما ته ژبه وویل:
زه د کار پسی ګرځم غواړم دلته کار وکړم.
هغه ورته وویل:
درواغ ویلی شې؟
هغه ویل :
-یا.
-په یوه پښه نڅاه کولای شې ؟
-یا.
رشوت اخیستلاې شې؟
-یا .
اختلاص کولای شې؟
-یا.
– نودلته څه بد کوی چې راغلی يي؟ چې نه ځان ته ګټه رسولی شې نه ما ته.
ډاکټر په ماته ژبه ورو ورته وویل:
-کوم بل کار نشته صایب!
وزیر صیب په غوسه وویل:
تا کوم شی زده هم دي؟
– هوصیب !زه ډاکټر یم.
نو ولي د روغتیا وزارت ته نه ځې؟
صیب ! زه د بریښنا ډاکټر یم!
وزیر له خندا شین شو او هغه ته يې په خندا خندا ویل:
موږ چې بريښنا نه لرو نو د هغه ډاکټر مو څه په کار دی.