کور / z_buitenland_news -- 5 / پاکستان : پوځ به په سياست کښې لاس نه وهي

پاکستان : پوځ به په سياست کښې لاس نه وهي

د پاکستان دوو سترو ګوندونو پاکستان پيپلز ګوند او مسلم ليګ ( ن ) د وسله وال پوځ د مشر جنرال اشفاق  پروېز کياني د هغه بيان ستاينه کړې ده چې ګواکې پوځ به د جمهوري عمل ملاتړ کوي او په سياسي چارو کښې به لاس وهنه نه کوي، تېره ورځ د پاکستان پيپلز ګوند وياند فرحت الله بابر په يوه بيان کښې وويل چې پوځ د سياست څخه ليري ساتلو د خبرې ستاينه کوم ، نوموړي زياته کړې ده چې د جمهوريت دغه اصول دى چې پوځ به په سياست کښې هېڅکله لاس وهنه نه کوي، خو د پوځ د مشر د ژمنې درک به هله ولګېږي چې کله ورباندې عمل وشي، بلخوا ته د مسلم ليګ ( ن ) سکرټر جنرال ظفر اقبال جګړا هم د جنرال اشفاق کياني پيان ستايلو سره ويلي دي چې جمهوري قوتونو هر کله دغه غوښتنه تکرار کړې ده ، د پاکستان ولس پر اتلسم فرورى دغه پيغام ورکړ چې هره اداره به په خپل خپل حدود کښې کار کوي.