۳۲۷۸۸ امریکایان په ترافیکی پیښو کی وژل سوي دي
اسوشیټیډ پریس راپور ورکوی چی په ۲۰۱۰ کی په امریکا کی د ترافیکی پیښو له امله ۳۲۷۸۸ کسه وژل سوي دي چی دا په تیرو شپیتو کالو کی تر ټولو لږ تلفات دي او د ۲۰۰۹ کال څخه ۳٪ لږښت ښیی .
راپور وایی چی د دې لږښت اصلی علتونه دا دي چی خلک حفاظتی کمربندونه تړی ، د موټر چلولو پر مهال نشه نه وی ، د اقتصادی بحران له امله پر یړکونو د موټرانو ور اضافه کېدل کم سوي او باالاخره د پولیسو لخوا د موټرو ګړندی چلاو هم منع سوی دی چی دغو کړنو په مجموع کی تلفات هم لږ کړي دي .