کور / سياسي / د یو طالب قیمت پنځوس ملیونه ډالره ؟

د یو طالب قیمت پنځوس ملیونه ډالره ؟

بسم الله الرحمن الرحیم ـ امریکا په افغانستان کی خورا ستر پوځی مصرف کوی او خزانې تشوی . د امریکا د کانګریس تحقیقاتی شعبه وایی چی پنتاګون په ۲۰۰۹ کی په افغانستان کی هره میاشت درې نیم ( ۳٫۵ ) بلیونه ډالره مصرفول ، خو په ۲۰۱۰ کی یې دا خرڅ د میاشتی ۵٫۷ بلیونو ډالرو ته ورسېد .


امریکا په افغان پوځ او پولیسو هم په ۲۰۱۰ کی ۹٫۲ بلیونه ډالره مصرف کړي دي او د سږ کال یعنی ۲۰۱۱ لپاره یې ۱۱٫۶ بلیونه ډالره نور هم د کانګریس څخه ورته غوښتي دي . که دا مصارف هم پر علاوه کړو نو امریکا هره میاشت په افغانستان کی څه نا څه اووه بلیونه ډالره ضایع کوی .


په هر صورت ، امریکایی ( بالتیمور سن ) ورځپاڼه په تیر اکتوبر کی او امریکایی ( بروکینګ انستیتوت ) هم په تیر سپټمبر کی جدا جدا راپور ورکړی دی چی :


۱ ـ پنتاګون په ۲۰۱۰ کی په افغانستان کی ۱۰۰ بلیونه ډالره مصرف کړل ؛


۲ ـ په افغانستان کی فعلأ د ټولو وسلوالو طالبانو شمیر پنځه دیرش زرو ته رسیږی ؛


۳ ـ ناټو ادعا کوی چی موږ هر کال دوه زره طالبان وژنو ؛


۴ ـ نو د هرو شلو طالبانو د وژلو لپاره به امریکا یو بلیون ډالره مصرف کړي وی ؛


۵ ـ نو د یو طالب وژل به په څو ډالرو تمام سی ؟ ځواب : په پنځوس ملیونو ډالرو !


۶ ـ د اسامه بن لادن د نیولو یا وژلو انعام څو دی ؟ هغه هم پنځوس ملیونه ډالره دی !


۷ ـ طالبان د کاله څه کم و زیات ۱۵۰ ملیونه ډالره عاید لری ؛


۸ ـ طالبانو تر اوسه څه نا څه درې زره بهرني پوځیان وژلي دي ؛


۹ ـ نو د هر بهرني پوځي د وژلو لپاره به یې پنځوس زره ډالره مصرف کړي وی ؛


۱۰ـ پنځوس ملیونه د پنځوس زرو ډالرو څو چنده کیږی ؟ ځواب : ۱۰۰۰ چنده !


۱۱ ـ نو د ټولو ۳۵۰۰۰ طالبانو وژل به څو ډالره وغواړي ؟ ځواب : ۱٫۷۵ ټریلیونه ډالره !


۱۲ ـ په افغانستان کی ۵۰ ـ ۱۰۰ القاعده جنګیالي پاته دي او بس ؛


۱۳ ـ نو د هر القاعده وال د سر بیه به څو وی ؟ ځواب : یو بلیون ډالره !


۱۴ ـ آیا ګټل یې امکان لری ؟ که وی ، څو کاله به په بر کی ونیسی ؟ آیا هغه به د واشنګټن ملا ماته نکړی ؟


ښه ، اوس به پورتنیو موادو ته یو څه وضاحت ورکړو او وبه ګورو چی امریکا څنګه وینی بهوی او خزانې تشوی . له دې ارقامو او ترخو حقایقو څخه ښکاری چی یو طالب څومره ګران او امریکایی پوځی څومره ارزان دی . یعنی د یو طالب د سر بیه پنځوس ملیونه ډالره ده خو د یو امریکایی عسکر د سر بیه صرف پنځوس زره ډالره ده ، حال دا چی د یو اروپایی عسکر بیه تر هغه هم ارزانه ده . عجیبه لا دا چی ، د یو ساده طالب او القاعده مشر اسامه بن لادن د سر قیمت یو برابر دی ! خو دا معلومه نه ده چی دغه ډیر ګران دی او که هغه ډیر ارزان دی ؟! امریکا د ۵۰ ملیونو ډالرو جایزې لپاره څلور زره ملیونه (۴۰۰ بلیونه) ډالره اور ته اچولي دي . دا لا څه ، امریکا تر ننه په افغانستان کی خپل ۱۵۲۰ پوځیان تلفات هم ورکړي دي . آیا له دې ټولو نه یې څه ګټه حاصله کړې ده ؟ ځواب طبعأ منفی دی . 
نو پوښتنه دا ده چی آیا دا عظیم تلفات او مصارف په دغه اوږده ، مبهمه  او ناګټونکې جګړه ارزی ؟ قطعأ نه . وګورﺉ ، امریکا همدا نن ۱۴ ټریلیونه ډالره پوروړې ده او هغه نسي ادا کولای . د امریکا بودجوی کسر ۱٫۷ ټریلیونو ډالرو ته رسېدلی دی چی د امریکا تاریخ یې سارﺉ نه لری . هر امریکایی نن ( ۴۵۳۰۰ ) ډالره پوروړی دی .


افغان جګړه د امریکا په تاریخ کی تر ټولو اوږده جګړه ثابته سوې او د پور په روپیو چلیږی . د امریکا ۹٪ خلک ( یعنی ۴۷ ملیونه امریکایان ) بېکاره دي او په کارونو پسی یې پښې تڼاکی سوي چی پخوا کله هم داسی نه وو .


خو افغانانو ته هغه اصلی علت اوس هم ښه واضح نه دی چی امریکا ولی افغانستان نیولی دی او د دومره سترو ځانی او مالی زیانونو سره سره ولی دغه اشغال ته بیا هم پایښت ورکوی ؟ که خبره :


الف ـ د القاعده وی ، نو د سي آی اې ریًس لیون پنیتا پخپله اعتراف وکړ چی په افغانستان کی صرف ۵۰ ـ ۱۰۰ القاعده جنګیالي شتون لری او بس .


ب ـ که خبره د منځنۍ آسیا او کسپین د تیلو وی ، نو څه ته معطله ده او ولی لا تر لس کلن اشغال وروسته بیا هم اقدام نه کوی ؟


ج ـ که خبره د افغانستان د آبادۍ او دیموکراسۍ وی ، نو بېله دې چی په لسو کالو کی یې د کابل شخصی رژیم د فساد ، غبن ، ساخته کاریو او جعل څخه خلاص نکړای سو او د دیموکراسۍ پر ځای یې سوټه کراسي نه ده لورولې ، بل یې څه کړي دي ؟


وګوری ، د امریکا د جمهوریت غوښتونکي ګوند تکړه کانګریس وال ( والټر جونز ) په کانګریس کی وویل چی یو تقاعد سوﺉ جنرال د افغانستان په اړه زما سلاکار دی او هغه داسی راته ولیکل : « موږ د هغه وروستي پوځي یا مرین مور او پلار ، میرمنی ته څه ځواب ورکړو چی د یو فاسد حکومت او فاسد رهبر د ملاتړ لپاره په هغه جنګ کی وژل سوی وی چی هیڅ ګټل کېدونکی نه دی . تاریخ ثابته کړې چی موږ افغانستان نسو سموَلای . دا زموږ په ډیره ګټه ده چی له تاریخه یې زده کړو ، هغه دا چی هیڅ هېواد هم افغانستان نه دی فتحه کړی … نور نو دا وخت رارسېدلی دی چی په افغانستان کی د جنګ پای وګټو او بس . »


هو ، روان افغان جنګ ځکه بایلونکی دی چی عنوان او اعلان یې غلط دی . یعنی هغه د یو چا په نوم د بل چا سره کیږی . په دې جنګ کی :


اول ـ خورا ډیر افغانان وژل سوي دي ؛


دوهم ـ خورا ډیر امریکایی او بهرني پوځیان وژل سوي دي ؛


درېیم ـ خورا ډیر ډالران مصرف ، غبن او غلا سوي دي ؛


څلورم ـ خورا ډیر پلانونه او تاکتیکونه بې نتیجې سوي دي ؛


پنځم ـ خورا ډیر وخت او فرصتونه ضایع سوي دي ؛


شپږم ـ خورا ډیر کلی ، کورونه او جایدادونه خاوری سوي دي ؛


اووم ـ خورا ډیر ظلمونه او کړاوونه تعمیل سوي دي ؛


اتم ـ خورا ډیر افغانان بندیان یا ورک سوي دي ؛


نهم ـ خورا ډیر جاسوسی ، انتقامی او جزایی کارونه سوي دي ؛


لسم ـ خورا ډیر بمونه ، راکټونه ، ماینونه ، ټانکونه او توپکونه چلیدلي دي ؛


چی داسی ده نو باید څه وکړو ؟ حل لاره ډیره آسانه او ساده ده ! څنګه آسانه ده حال دا چی د دیرشو کالو راهیسی مسلسل د هغه پر ضلالت او کراهت نور هم ور ډیریږی ؟ ځواب دا دی چی لوی خدای موږ ته چلنج راکړی چی تر څو د دغسی مخالفتونو ، عداوتونو او مصیبتونو پر مهال ما ته صادقانه مراجعه و نه کړﺉ ستونزه به مو کله هم حل نسی ، دیرش کاله څه چی دیرش لسیزی هم تیری سی ! نو لومړی باید په ځانونو کی مثبت او رغنده بدلون راوړو چی له دې پرته مو الله هیڅکله هم حالت نه رابدلوی ( الرعد ـ ۱۱ ) . دوهم دا چی د روانو اختلافونو او شخړو د رفع او دفع لپاره الهی لارښوونی او نبوی ښوونی د زړه له اخلاصه هضم او پلی کړو ، نه نوری نسخې ( النسأ ـ ۵۹ ) . آیا زموږ دا ټول مصیبتونه او غمونه په دغو ډول ډول نظامونو ، رژیمونو ، غولونو ، ټاکنو ، جرګو او فیصلو سره حل سوي ؟ لږ سوي ؟ یا اقلأ نرم سوي دي ؟ ځواب طبعأ منفی دی . نو ځکه غوره دا ده چی نوری لاری چاری خوشی کړو او هغه مضبوطه رسۍ ونیسو چی ټول هرومرو قوت ، سعادت او مؤفقیت ته رسوی او دا یې وعده ده ( آل عمران ـ ۱۰۳ )  و ما ذالک علی الله بعزیز . والسلام ، ( ن . صمد )


Nsamad57@hotmail.com