داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني نوروز ونمانځه
داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني نوروز ونمانځه
د٢٠١١م کال د مارچ ٢١چي د١٣٩٠هـ ش کال د مرغومي يا حمل دمياشتي دلومړۍ نيټې سره سمون خوري دهالينډ دفينندال په ښار کي دهغه ځای دشريفو افغانانو دخوا څخه نوموړې ورځ په ښو مراسموسره ونمانځل سوه.
په نومړي مرا سمو کي چي دقران کريم په تلاوت سره پيل سوه په درو برخو کي نوموړی دود تر سره سو.
لومړی کنفرانس : په لومړي سرکي دټولني مشر ننګيالي بڅرکي دنوروزتاريخچه ولوستل اودنوي کال دورځي پراهميت باندی يې هراړخيزه وينا وکړه.اوهم دغه ورځ يې دبزکرانودپاره دارزښت وړوګڼل، دنوروز ځانګړي دودونه په کندهار کي چي دبابا صاحب دميلي په نوم سره هم يا ديږي په نوموړي ميله کي دکال لوړۍ چهارشنبې په کندهار کي په ځانګړو مرا سمو سره تر سره کيږي او په نوموړي ميله کي يوازي ښځي ګډون کوي چي همدغه لومړۍ چهار شنبې دکال په کندهار کي ځانګړنه ده. چي دافغانستان په نورو ځايونو يا ولايتونوکي دکال لومړی چارشنبې نه تر سره کيږي او همدغسي يې په کندهار کي دکال پر لو مړۍ چارشنبې با ندي خبري وکړې. دغونډي په دوام کي دټولني مرستيالانو محمداسماعيل شيرزاده صاحب او انجنيرمحمد عمر رحماني صاحب هم ويناوي وکړې ورپسې دغونډي ګډون کونکوهريوه الحاج دولت محمد ګيرووال صاحب ، سيد صالح آغا اوداسي نورو ګډون کونکو برخه وا خيستل . دکنفرانس دلومړۍ برخي په پای کي دهالينډ دسرتاسري ټولني دمشر دخوا څخه محترم ولي شاهپوراودهغه مرستيال ښاغلی صديق وفاه دخوا څخه دنوروزپرتاريخي ورځي خبري وسوې او په اخير کې داحمدشاه بابا دعلمي ادبي ټولني ښونيزپروګرام وستايه اود ټولني غړو ته يې ستاين ليکونه ورکړه.ددې څخه وروسته ښا غلي مارتين روئين دفينندال د ښاروالی (خمينته) په استازيتوب وينا وکړه او اودټولني دخوا څخه ښا غلي دولت محمد ګيرووال دګلو ګيډۍ ورسوغات کړه.
دوهمه برخه ډوډۍ: په دوهمه برخه کي دډوډۍ پروګرام تهيه سوی وو.او دميلې ګډون وال وډوډۍ ته را وبلل سوه.
دريمه برخه ټنګ ټکور: دريمه برخه چي دموسيقۍ برخه وه، دټولني دفرهنګي چارو استازي او خوږ آوازه هنر مند ښاغلي جاويد اوخالد دخوا څخه په زړه پوري کانسټ ور کړل سو او دنوي کال مجلس دشپې تر نا واخته دوام وکړاوپه پای کي دمار تين روئين دمنني په څرګندولو سره دنوي کال غونډه سرته ور سيدل. په درناوي