آمریکا د لیبیا حکومت پرضد له جګړې څخه وځي

رحمت الله تنها اندړ | اپریل 1st, 2011


د اي بي سي تلویزیون په حواله د آمریکا د دفاع وزارت یا پنتاګون اعلان کړی چې دوۍ به د راتلونکي شنبې په ورځ د لیبیا پرضد له پوځي ماموریت څخه ووځي. د آمریکا د دفاع وزیر رابرټ ګیټس پرون د آمریکا سنا ته وویل چې که چیرې د دې ماموریت موخه د قذافی پر ضد جنګیالیو روزنه او هغو ته مرسته وي نو له آمریکا څخه پرته نورې چینې هم شته. داسې ښکاري چې آمریکا د افغانستان او عراق له جګړو څخه د تجربې پربنسټ د آمریکايي پوځیانو د درندو تلفاتو د مخنیوي پربنسټ دا کار کړی.  

Copyright Larawbar 2007-2024