کور / بېلابيلي لیکني - پخوانۍ / زما د علم ډېوه مړه سوه !

زما د علم ډېوه مړه سوه !

زما د علم ډیوه مړه شوه


 الفت صیب وايي :


هرڅه مې که وژنې ، خیال او فکر راته مه وژنه
په دې کې مې وطن ته ، لوی تاوان لیدلی دی


له شک پرته چې علمي ، ملي او سیاسي شعور ، د ولسونو او هېوادونو راتلونکی برخلیک ټاکي. یو هېواد هغه وخت ښه پرمختګ کولای شي ، چې ولس یې د پوهې ، منطق اوتجربې په ګاڼه سمبال وي ، کله چې یاد فکټورونه په یوې ټولنې کې واکمن شول ، بیا طبیعي خبره ده چې په سیاسي، اقتصادي او پوځي لحاظ د یوه پیاوړي هېواد په توګه سر پورته کوي .له بده مرغه زموږ هېواد افغانستان، چې د وخت یرغلګرو له لوري یې په هره برخه کې کلک او نه جبرانېدونکي ګزارونه خوړلي دي ، اوس له هر پلوه په نشت حساب یو بې وزله هېواد دی .پښتون قوم که هغه له ډیورنډ هاخوا دي او که دېخوا ، دواړه اوس مهال د یوې پراخې نړیوالې او کورنۍ توطیې قربانيان دي .


پر نورو ناخوالو او بدبختیو برسېره چې پښتون ولس ورسره لاس و ګرېوان دی ، یو هم په ښوونیزه او پوهنیزه برخه کې د پښتنو جینوسایډ (ټولوژنه ) ده .


له تېرو اتو کلونو راهیسې ټولې پښتون مېشته سیمې د ځینو ډلو له لوري په شعوري او سیستماتیک ډول نا امنه شوي دي ، دا هغه سیمې دي چې نه ښوونځي پکې شته ، نه روغتون لري ، نه پاکې او صحي اوبه لري او نه هم د ژوند نورې آسانتیاوې ، بلکې له دې سره جوخت پښتانه یا خو په ډېرې بې رحمۍ او ظالمانه ډول د بهرنیو ځواکونو له خوا وژل کیږي او یا هم له سیمې څخه پرېښود ته اړ اېستل کیږي ، په تېرو څو کلونو کې د هېواد په جنوبي ولایاتو کې یو زیات شمېر ښوونځي د یوه منظم پلان له مخې سوځول شوي دي او هغه سیمې چې هلته یو څه نسبي امنیت ټینګ دی ، هلته بیا په بېلابېلو توطیو او چلوټو له پښتنو محصلینو او زده کوونکو سره زور زیاتی روان دی .


لرې به نه ځو ، په ختیځ ، جنوب او جنوب لویدیځو ولایاتو کې د ۱۳۸۹ کال د بې وخته کانکور آزموینې اخیستل ، دننه په حکومت کې د ځینو متعصبه پښتون ضد اشخاصو له تعصبه ډک هغه عمل په ګوته کوي  چې زرګونه پښتانه زده کوونکي یې بې سرنوشته پر کور کښېنول.


تر دې دمخه د لوړو زده کړو وزارت به لومړی له یخو سیمو څخه د کانکور آزموینه اخیستله او تودې سیمې چې ډېری یې پښتون مېشته سیمې دي ، هغه به په وروستي پړاو کې وې ، خو سږکال ددې پرعکس په ختیځو ولایتونو (ننګرهار ، لغمان ، کونړ ، نورستان ) کې چې هر کال به د کانکور آزموینه د سلواغې په لومړیو یا وروستیو کې اخیستل کېده .


په ننګرهار کې د ۱۳۸۹ کال ، د کانکور آزموینه د تلې (میزان ) په میاشت کې په داسې حال کې واخیستل شوه ، چې زده کوونکو يې هېڅ ډول چمتووالی نه درلود او نه هم د کانکور له آزموینې خبر وو . په ختیځو سیمو کې چې تر نورو سیمو امنیت یو څه ناڅه ښه دی او هر کال تر نورو ولایتونو یو زیات شمېر زده کوونکي یې پوهنتونو ته لار مومي ، سږکال د نورو کلونو په پرتله یو ډېر ستر توپیر پکې لیدل کیږي . دار راز په جنوب او جنوب لویدیځو ولایتونو کې هم له زده کوونکوسره دا ډول ظالمانه چلند شوی دی ، خو له بده مرغه چې هېچا د لوړو زدکړو وزارت په دې خاينانه کړنې غږ پورته نه کړ او ټول چوپه خوله پاتې شول .


تر ټولو خواشينونکې لا دا چې د زابل او ارزګان چې لوى اکثريت يې پښتانه دي او هر ولايت  شاوخوا درې لکه وګړي لري ، په تېر ١٣٨٩ ښوونيز کال کې ، هر ولايت ١٥٠  تنه د دولسمو ټولګيو فارغين ورکړي دي ، چې دا شمېره د نورو ولايتونو د ښونځيو له دوه يا يوه ټولګي سره معادل دى ، له دې ارقامو داسې ښکاري چې په زابل او ارزګان ولايتونو کې يو يو ښوونځى فعال دى اوبس .


پنجشير د 128,620 نفوس په درلودو سره ، په 89   ښوونيز کال کې 850 تنه فارغين ورکړي دي او 209 تنو یې د کانکور له لارې لوړو زدکړو ته لار موندلې ده ، دغه لاندنى نوملړ چې ما په خپل زيار چمتو کړى ، ستاسو ذهنيت په ښه توګه روښانه کولاى شي .


د يادونې ده چې ، اکثره پښتنو زده کوونکو ، نيمه لوړو زدکړو ته لار موندلې ده .