په مزار کی وژل سوي بهرنیان اروپایان او نیپالیان وو

ډاکټر نثار احمد صمد | اپریل 1st, 2011


رویټر راپور ورکوی چی نن په مزار شریف کی د جمعې تر لمانځه وروسته په مظاهره کی چی د ملګرو ملتونو پر دفتر کومه حمله سوې او ۱۰ بهرني کارمندان وژل سوي وو ، هغوی د ناروې ، رومانیا او سویډن اتباع وو .
خو فرانس پریس په خپل تازه راپور کی لیکی چی یوولس کسان وژل سوي چی درې اروپایان ، پنځه نیپالیان ( د ودانۍ ساتونکي ) او درې مظاهره چیان دي .
راپور زیاتوی چی نن په هرات کی هم زرګونو کسانو او په کابل کی ۲۰۰ کسانو کټ مټ اعتراضیه مظاهره وکړه خو په ارامۍ سره پای ته ورسېده .
دا مظاهرې په امریکا کی د یوې کلیسا د پادری لخوا د قرآن مجید د سوځولو پر ضد ترتیب سوي دي .

Copyright Larawbar 2007-2024