په مزار کي د ملګرو ملتونو لس بهرني کارمندان ووژل سول
فرانس پریس آژانس په خپل تازه خبر کی لیکی چی نن په مزار شریف کی مظاهره چیانو په امریکا کی د یوې کلیسا لخوا د قرآن مجید د سوځولو پر ضد د اعتراض له امله د ملګرو ملتونو پر نمایندګۍ هجوم یووړ او په نتیجه کی یې لس بهرني کارمندان ووژل .
دا لومړی ځل دی چی په افغانستان کی د قرآن شریف سره د بې حرمتۍ پر ضد بهرني کسان وژل کیږی .