د سویس هستوي ادارې په دفتر کې چاودنه شوې
د سي ان ان په حواله د سویس پولیسو وویل چې د سویس په هستوي دفتر کې پرون یوه کیمیاوي چاودنه شوې چې په پایله کې یې دوه کسان ټپیان شوي دي. دغه بمب په یوه پوستي پارسل کې ځای په ځای شوی وه. له بلې خوا د سويس هیواد هستوي ادارې ویلي چې په جاپان کې له هستوي ناورین څخه وروسته سویس هیواد د هستوي انرژي په معیارونو کې د بدلون په موخه د دې هیواد دری د بریښنا تولیدوونکې هستوي بټۍ د نامالومي مودې لپاره تړلي. د یادوني وړ ده چې سویس خپل 39.3 سلنه بریښنا له هستوي بټیو څخه لاس ته راوړي.